BBCPashto.com
BBCPerisan.com
BBCUrdu.com
BBCRussian.com
BBCUzbek
BBCArabic.com
BBCChinese.com
BBCMundo.com
د خپريدو وخت: 09:32 گرينويچ 2006 ,25 مارچ
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
کابل ښايي مسيحى شوى افغان ژر خوشې کړي

عبدالرحمن
د عبدالرحمن قضيې نړيوال مشران هېښ کړل او پر افغان حکومت يې فشار واچاوۀ .
د افغانستان د ولسمشر په دفتر کې يوه وياند وويل هغه سړى چې مسيحيت ته د اوښتلو له امله د مرگ له سزا سره مخامخ دى، ښايي ژر خوشې شي. دغه چارواکي بي بي سي ته ويل چې نن ( د وري ٥ د مارچ ٢٥ ) به حکومت په دې اړه يوه ځانگړې غونډه جوړوي.

دا سړى چې عبدالرحمان نومېږي ١٥ کاله وړاندې هغه مهال چې يې په پېښور کې د افغاني کډوالو لپاره له يوې مرستندويې ټولنې سره کارکاوه، مسيحيت ته واوښت.

اوس افغان حکومت د خپلو لوېديځو ملگرو تر سخت فشار لاندې غواړي په بيړه د هغه څه مخه ونيسي چې يوه ستره نړيواله ستونزه گرځېدلې ده.

ټاکل شوې ده حکومت نن ددغې ستونزې د غوڅولو لپاره په بيړه ني ډول غونډه وکړي.

يوه جگپوړي حکومتي چارواکي بي بي سي ته وويل ډېر احتمال شته چې ښاغلى رحمان ژر خوشې شي.

هغه وويل افغانستان له نړيوالې ټولنې سره د اړيکو د خرابولو وس نلري. ډېر امکان شته چې ښاغلى رحمان له عقلي پلوه رنځور وبلل شي چې محاکمه کېدو ته جوړ نه دى.

خو حکومت دغه راز په کور دننه هم د مذهبي محافظه کارانو له فشار سره مخامخ دى چې ډېر يې لا اوس هم په قضاييه ځواک کې برلاسي دي.

هغوى غواړي چې عبدالرحمان ته دې د اسلامي شريعت له مخې سزا ورکړ شي چې د افغانستان د اساسي قانون بنسټ جوړوي.

د حکومت له خوا هر داسې اقدام چې د لوېديځ فشار ته سرټيټول وبرېښي، ښايي غبرگون راواروي.

نور خبرونه
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
BBC Copyright Logo^^ سرپاڼه
لومړى مخ | افغانستان | نړۍ | پروگرامونه | څپې او وختونه
BBC News >> | BBC Sport >> | BBC Weather >> | BBC World Service >> | Learning English >>
د اوريدو ستونزې او حل لارې | له موږ سره اړيکه | محرميت