|
بوش د مسيحي شوي افغان پر بند کلک خواشينى دى | |||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
ولسمشر بوش وويل د هغه افغان دوسيې سخت ناراحته کړى چې له اسلام نه مسيحيت ته په اوښتو په کابل کې بندي دى. عبدالرحمان اوس په افغانستان کې د يوې محکمې له خوا تر محاکمې لاندې دى او ورته ويل شوي چې ښايي د اسلامي شريعت ترمخه د مرگ له سزا سره مخامخ شي. ولسمشر بوش د عبدالرحمان موضوع په هغې وينا کې راپورته کړه چې مقصد يې افغانستان او عراق ته د پوځونو د استولو لپاره د ولسي ملاتړ ډېرول و. د امريکا ولسمشر بيا بيا په دغو دواړو هيوادو کې د پوځي عملياتو ننگه نه يوازې د ترهگرۍ د مقابلې بلکه د ولسواکۍ او آزادۍ د خپرولو پر بنسټ کړې ده. کابل ته د خپل وروستي سفر پر مهال ولسمشر بوش د طالبانو تر څو کلن فشار وروسته د ولسواکۍ په ډگر کې د کړي پرمختگ له امله افغانستان وستايه. خو د ښاغلي رحمان برخليک په ډاگه دغو اصولو ته د افغانستان ژمنتيا ننگوي او د ولسمشر بوش د اندېښنې سبب گرځي. ده له افغان حکومت نه وغوښتل چې د عبادت په آزادۍ کې د وگړو حق ته درناوى وکړي: ولسمشر بوش وايي: (( موږ له هغوى نه دا هيله لرو چې د آزادۍ نړيوالو اصولو ته درناوى وکړي. زه ناراحته شوم، خورا ناراحته شوم، کله مې چې واورېدل له هغه چانه چې له اسلام نه اوښتى تحقيقات کېږي. دا د هغونړيوالو ارزښتونو پلي کېدل ندي چې ما يې په اړه خبرې کولې. زه د هغه هيواد له حکومت سره د عبادت په برخه کې د وگړو د خونديتوب لپاره همکارۍ ته سترگې پر لاره يم.)) د برتانيا، جرمني او ايټاليې حکومتونو هم اندېښنې څرگندې کړېدي. دغو درېواړو هيوادونو له امريکا سره يوځاى په افغانستان کې د ثبات د راوستلو لپاره خپل پوځيان وراستولي دي. يوه قاضي عبدالرحمان ته ويلي چې ښايي د مرگ له سزا سره مخامخ شي، مگر داچې بېرته اسلام ته راواوړي | ورسره تړلي نور خبرونه افغان محکمه : د لويديځ اندېښنې لاسوهنه بولو22 مارچ, 2006 | خبرونه عيسوي دين ته د اوښتي افغان په هکله د لويديځ والو انديښنې21 مارچ, 2006 | خبرونه | |||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
| ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
| ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||