|
عيسوي دين ته د اوښتي افغان په هکله د لويديځ والو انديښنې | |||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
عبدالرحمان چې وايي ١٦ کاله مخکې يې عيسوي دين خپل کړى ، په کابل کې د محاکمې او د مرگ د سزا سره مخ دى .په لويديځ کې يو شمير خلک د هغه د برخليک په هکله انديښمن دي د لندن په ټايمز ورځپاڼه کې د خبريال ټيم البون مقاله کې ويل شوي چي ٤١ کلن عبدالرحمان ٢٥ کاله مسلمان و . هغه په پاکستان کې يوې نړيوالې عيسوي خيريه موسسې لپاره کار کاوه او افغانانو ته ېې بشري مرستې برابرولې . پدغې موسسې کې له ٢ کاله کار نه وروسته ېې د عيسويت دين خپل کړ. پيښور کې د ٤ کالو کار نه وروسته عبدالرحمان ٩ کاله په جرمني کې تير کړل .خو کله چې په ٢٠٠٢ م کال کې بيرته کابل ته راستون شو او غوښتل يې چې خپلې دوه لوڼې چې ١٣ او ١٤ کلنې وې او د هغه د پلار او مور سره يې ژوند کاوه بيرته تر لاسه کړي ، مور او پلار يې د هغوى د ورکولو نه انکار وکړ . موضوع پوليس ته لاړه او پلار يې شکايت وکړ چې ځوى يې له تشدد نه کار اخلي . پلار يې پوليسو ته وويل چې عبدالرحمان عيسوي شويدى او کله چې پوليسو هغه ونيوه په جيب کې ورته د انجيل کتاب پيدا کړ. عبد الرحمان اوس په کابل کې بندي دى او څارنوال ويلي چې محاکمه به شي . د افغانستان د قانون له مخې هغه د مرگ د سزا سره مخامخ کيداى شي. د ټايمز د مقالې ليکونکى وايي دا قضيه اوس د افغانستان د محافظه کارانو او اصلاح پالو لپاره يوه ازموينه ده . د هيواد قانون وايي چې اسلام د افغانستان دين دى او په عين وخت کې د بشري حقونه نړيواله اعلاميه هم مني . دبشري حقونو د نړيوالې اعلاميي ١٨مه ماده په خاصه توگه دغسې کسانو ته د سزا ورکول ردوي . مقاله وايي چې اوس د افغانستان قضا د يوه ستونزې سره مخ ده .د عبدالرحمان د قضيي په اړه ښايي په برتانيې او امريکا کې چې اکثريت خلک يي عيسويان دي او عسکر يې د طالبانو د تعصب څخه د افغانستان د ژغورلو لپاره جنگيږي ، د غصې سبب شي. د برتانيې د روچستر د ښار مشر پادري ، مايکل نظير علي ، چې د مسلمانانو سره د انگلستان د کليسا د اړيکواو خبرو اترو د چارو مسول دى د ټايمز ورځپاڼې ته ويلي تعجب کوي چې د افغانستان اساسي قانون چې د نړيوالو تر نظر لاندې د طالبانو د سقوط نه وروسته جوړ شوى څنگه دغسې شيانو ته اجازه ورکوي او يو سړى چې ١٤ کاله مخکې له اسلامه عيسويت ته اوښتى د هغه د عقيدې له امله د مرگ د سزا سره مخامخ کوي. پادري مايکل نظير علي وايي : (( برتانوي پوځ په افغانستان کې خپل عسکر د مړينو او ټپونو له لارې له لاسه ورکوي . آيا دا پوځ ددې لپاره هلته تللى چې دغسې کارونه تاييد کړي ؟ ما فکر کاوه چې مونږه ددې لپاره هلته تللي يو چې دموکراسي او آزادي ته وده ورکړو )) همدا راز د جنوبي ناټينگهم څخه د برتانيې د کارگر گوند استازي ، آلن سيمپسن د ټايمز ورځپاڼې ته ويلي : (( مونږ ته ويل شوي پدې باندې باور وکړو چې مونږه له دموکراتيکو او سيکولر هيوادونو څخه دفاع کوو، پداسې حال کې چې د عبدالرحمان په شان کسان د مرگ د سزاسره مخامخ کيږي . مونږه د څه ډول دموکراسي څخه دفاع کوو؟ د افغانستان ولسمشر حامد کرزي ته بايد وويل شي چې ددغسې ناسمو کارونو مخه ونيسي )) د ټايمز ورځپاڼې په مقالې کې ويل شوي چې په کابل کې د محکمې قاضي ، انصارلله مولوي زاده ، دغې ورځپاڼې ته ويلي چې له اسلامه عيسويت ته اوښتل د افغانستان د قانون له مخې جنايت شميرل کيږي . قاضي انصارالله دټايمز خبريال ته ويلي : (( ستاسو په هيواد برتانيې کې د قانون له مخې دوه ښځې کولاى شي يوله بله سره واده وکړي ، دا حيرانتيا وړ ده ،مونږه دلته يو سم اسلامي قانون لرو او له اسلامه عيسويت ته اوښتل يو غير قانوني کار دى چې بايد سزا ورکړل شي )). څارنوال ، عبدالواسع ، ويلي دي چې که عبدالرحمان بيرته مسلمان شي له سزا نه به خلاص شي ، خو عبدالرحمان تراوسه دا خبره نده منلې. که په لومړنى محکمه کې هغه ته سزا ورکړل شي ، کيداى شي ولايتي محکمې او بيا سترې محکمې ته اپيل وکړي . که ستره محکمه هم د مرگ سزا تاييد کړي د سزا وروستى تاييد بايد د ولسمشر له خوا وشي. | ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
| ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
| ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||