|
مشرف : افغانستان دې په کور دننه نظم راولي | |||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
پاکستاني پوځ افغانستان ته نژدې د القاعدې پر يوۀ ادعا شوي پټنځاى په داسې وخت کې بريد کړى دى چې د متحدو ايالاتو ولسمشر جورج بوش کابل ته رسيدلى دى او د افغانستان له غاړې نيوکې شوي چې پاکستان د اورپکو پر ضد څه نه کوي . پاکستاني چارواکي وايي په دغۀ بريد کې د دوى په وينا د بهرنيو اورپکو شاوخوا ٣٠ کسان وژل شوي يا ټپيان شوي دي . دغه بريد د شمالي وزيرستان په قبايلي سيمه کې شوى دى . پاکستاني توپ لرونکو چورلکو پر اتو کورونو بمبارۍ وکړې او ورپسې پلي سرتيري ورغلل . پاکستاني مامورين وايي دوى د هغو استخباراتي معلوماتو پر بنسټ عمل کاوۀ چې ويل يې يوه ډله بهرني اورپکې په افغانستان کې له بريده وروسته دغلته پټ شوي دي . دوى وايي په وژل شويو کسانو کې بهرني اورپکې شته دي خو لا تر اوسه د چا مړى نه دى موندل شوى او دغلته لا هم مقاومت روان دى . په يوۀ روغتون کې ملکي قربانيانو وويل د دوى گاډى د توپ لرونکو چورلکو په يوۀ توغندي ولگيد . داسې ښکاري چې د سيمې په لوى ښارگوټي ميرانشاه کې مخالفت په زياتيدو دى . په سيمه کې سرچينې وايي يوۀ ملا پر خلکو غږ کاوۀ چې راووځي او پر امنيتي ځواکونو بريد وکړي ، رپوټونه ښيي چې وسله وال قبايل سره ټوليږي . دا بريد په داسې وخت کې شوى چې د پولې له پورې غاړې د بريدونو په باب له افغانستان سره د پاکستان لانجه روانه ده . افغان مامورين پر پاکستان تور لگوي چې لوړ پوړي طالب سټي او نور اورپکې نه نيسي . دا تورونه په داسې وخت کې ډير شوي دي چې ولسمشر بوش سيمې ته سفر کوي او پاکستاني ولسمشر پرويز مشرف سخت غبرگون ښوولى دى . دۀ دا ومنل چې د پاکستان له خاورې ځينې اورپکې پورې غاړې اوړي خو دۀ بي بي سي ته وويل پوځ داسې گامونه اخلي چې دا عمل ودروي . دۀ دا هم وويل چې افغانستان بايد په کور دننه نظم راولي . ښاغلي مشرف زياته کړه تر پاکستان په افغانستان کې ډير اورپکې فعاله دي . خو ځينې پاکستاني شننونکي د شمالي وزيرستان دغه وروستي عمليات د جنرال مشرف له خوا خپلو نقد کوونکو ته عملي ځواب گڼي . | ورسره تړلي نور خبرونه مشرف له چينه بخښنه وغوښته21 فبروري, 2006 | خبرونه مشرف: کالاباغ پاکستان نه نړوي اوبه ورکوي23 دسمبر, 2005 | خبرونه جنرال مشرف به په ٢٠٠٧ کال کې د پوځ مشري پريږدي26 نومبر, 2005 | خبرونه ولسمشرمشرف وايي نړيوال دوه مخى دي04 نومبر, 2005 | خبرونه د مشرف د خبرو پر ضد مظاهره وشوه16 سپتمبر, 2005 | خبرونه پاکستان د خليلزاد پر خبرو قهروړى غبرگون ښوولى18 جون, 2005 | خبرونه | |||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
| ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
| ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||