BBCPashto.com
BBCPerisan.com
BBCUrdu.com
BBCRussian.com
BBCUzbek
BBCArabic.com
BBCChinese.com
BBCMundo.com
د خپريدو وخت: 11:59 گرينويچ 2006 ,28 فبروري
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
کابل: د بگرام هوايي ډگر پر توکو گمرک نه ورکوي

بگرام
په افغانستان کې ځينې خصوصي شرکتونه وايي چې يو شمير سوداگريز توکي د خصوصي الوتکو له خوا د بگرام هوايي ډگر کې ښکته کيږي او د گمرکي محصول له ورکولو پرته د افغانستان بيلابيلو ښارونو ته وړل کيږي .

د کابل د هوايي ډگر د گمرک مشر وايي چې له دې امله د ماليې وزارت ته ډير زيانونه اوښتي ، خو تر اوسه په دې اړه د پام وړ گامونه نه دي اوچت شوي .

د باختر د چټک پوستي شرکت مشر عبدالصمد وهاج خبريالانو ته وويل چې هره ورځ سلگونه قلمه سوداگريز توکي د خصوصي هوايي شرکتونو له لارې د بگرام هوايي ډگر ته راوړل کيږي او بې له دې چې د افغانستان حکومت ته گمرکي محصول ورکړي ، له هغه ځايه بيلابيلو ولايتونو ته ليږل کيږي .

دى وايي دې کار هم د اريانا هوايي شرکت الوتنې ستونزمنې کړي او هم يې د ماليې وزارت ته د محصول ورکولو مخه نيولې ده :

( هره ورځ سوداگريز مالونه د بگرام په هوايي اډه کې کوزيږي او له هغه ځايه نورو ولايتونو ته پرته له دې چې گمرکي محصول پرې کړي وړل کيږي ، او په هوايي ډگر کې د ناستې او پورته کيدلو ټکس هم نه پرې کوي دا د افغانستان سره تيرى او زياتى دى .)

 دغه توکي چې د بيلابيلو هيوادونو ځينې راوړل کيږي د افغانستان گڼ شمير ولايتونو ته د موټرو او لاريو په واسطه ليږدول کيږي ، او په هيڅ يو ولايت کې ځکه نه محصوليږي چې گومان کيږي په کابل يا نورو سرحدي ولايتونو کې به محصول شوي وي
دغه الوتکې چې د ډي ايچ ال او فيډيکس شرکتونو سره تړاو لري په دې پلمه چې سوله ساتو او ايتلافي ځواکونو ته د اړتيا وړ توکي ليږدوي د بگرام هوايي اډه يې مناسبه گڼلې او د هوايي ډگر ټکس هم نه پرې کوي.

د کابل د هوايي ډگر مشر خليق الله وايي چې هغوى دغه موضوع څو څو ځله له دغو شرکتونو سره شريکه کړې خو بيا هم هغوى انې بانې کوي :

( موږ هم په دې پوهيږو چې دا سم کار نه دى خو هغوى موږ ته بانې کوي چې سوله ساتي او ائتلافي ځواکونو ته مالونه وړو ، موږ د ستونزې په اړه چارواکي څو څو ځلې خبر کړي خو تر اوسه کوم گام په دې اړه نه دى پورته شوى .)

دغه توکي چې د بيلابيلو هيوادونو ځينې راوړل کيږي د افغانستان گڼ شمير ولايتونو ته د موټرو او لاريو په واسطه ليږدول کيږي ، او په هيڅ يو ولايت کې ځکه نه محصوليږي چې گومان کيږي په کابل يا نورو سرحدي ولايتونو کې به محصول شوي وي ، يو شمير سوداگر وايي چې په کار دي چې د هر ښار په هره سرحدي برخه کې ددغو توکو څارنه وشي .

همدارنگه د کابل د هوايي ډگر کارکونکي وايي چې د دغو توکو د محصول څارنه ځکه گرانه ده چې د بگرام هوايي اډه د افغانانو په واک کې نه ده ، که چيرته افغان چارواکي د سوله ساتو او ايتلافي ځواکونو سره په دې برخه کې جوړ جاړي ته ورسيږي ، نو هله به دغه ستونزه غوڅه شي .

ورسره تړلي نور خبرونه
نور خبرونه
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
BBC Copyright Logo^^ سرپاڼه
لومړى مخ | افغانستان | نړۍ | پروگرامونه | څپې او وختونه
BBC News >> | BBC Sport >> | BBC Weather >> | BBC World Service >> | Learning English >>
د اوريدو ستونزې او حل لارې | له موږ سره اړيکه | محرميت