|
د مارغانو والگي اروپا او اسيا خوځولې ده | |||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
د جرمني مشره انگلا مرکيل د بالقانو سمندر غاړو کې هغۀ ځاى ته ورغلې چې د مارغانو د والگي وبا پکې خپره شوې ده او د دې ناروغۍ پر چټکۍ خپريدا يې هېښتيا ښوولې ده . چانسلرې مرکېل وويل حالات بد دي او جرمن حکومت به تر خپله وسه د دې وايروسو د کنترولو لپاره هڅه کوي . دې د ريگون په ټاپو کې خبرې کولې چې د مارغانو ايچ ٥ اين ١ ډوله وايروس پکې په مړو هيليو کې موندل شوي وو . چانسلرې مارکيل وويل مهمه دا ده چې وحشي مرغان د فارمونو له چرگانو ليرې وساتل شي . د ايچ ٥ اين ١ ډوله وايروسو قضيې په لومړي ځل د جرمني په خاوره کې ليدل شوي دي . د اروپا د چرگانو د غوښې د تر ټولو لوى توليدونکې هيواد فرانسې د روغتيا وزير وويل په هيواد کې د مارغانو د والگي له امله د پېښ گواښ مخنيوي ته به لگښتونه په پام کې ونه نيسي . هندي حکومت وايي د دغۀ هيواد په لويديځ کې د گڼ شمير چرگانو وژنه پيل شوې ده ځکه چې دغلته د شنبې په ورځ د مارغانو د ايچ ٥ اين ١ ډوله وژونکي وايروس د مارغانو په والگي کې موندل شوي وو . دوي وايي روغتيايي کارکوونکي او ويترنران د مهاشترا ايلت په هر فارم گرځي او نژدې نيم ميليون مرغان وژني . د هند د کورنيو چارو وزير شيوراج پټيل وويل د ناروغۍ د موندل شوې سيمې شاوخوا درې کيلومتره ساحې کې به ټول مرغان وژل کيږي . خو د هند د مرغانو يوې کارپوهې وويل ځينې فارم لرونکي د مرغانو له وژنې سره جوړ نه دي مقاومت کوي . دا په دې فکر ده چې دغه وبا د مرغانو والگى نه دى بلکه د نيوکاسل په نامۀ يوه عادي ناروغي ده . دغې کارپوهې انورودا ديسي بي بي سي ته وويل دې هندي حکومت ته ويلي چې د وژل شويو مارغانو د نويو معايناتو امر ورکړي . بل پلو بنگله ديش د خپلو پولو څارنه سخته کړې ده چې له بهره دغۀ هيواد ته ژوندي مرغان يا چرگان قاچاقي ورنه شي . دغه گام په هند کې د وژونکي ايچ ٥ اين ١ ډوله وايروسو د موندنې تر خبر وروسته اخيستل شوى دى . دغه دواړه هيوادونه د ٤٠٠٠ کيلومترو اوږده پوله سره لري . بنگله ديش ١٨ مياشتې وړاندې هغه وخت له هند څخه د چرگانو اخيستل بند کړل چې د دوى د چرگانو د غوښې ټولنې وويل چې د هند د مارغانو په والگي کې يې د يو ډول لږې خطرناکې وبا څرک موندلى دى . | ورسره تړلي نور خبرونه هند دمارغانو والگي د خطرسره مخ شوى 19 فبروري, 2006 | خبرونه افغانستان د ما رغانو د والگي د خطر سره مخ دى24 جنوري, 2006 | خبرونه دمارغانو والگي پرضد نړيوال بيړني گامونه پکاردي17 جنوري, 2006 | خبرونه له روسيې د مارغانو پر وارداتو بنديز ولگيد21 اکتوبر, 2005 | خبرونه د مارغانو له والگي پيدا شوى خطر له کله انسان ته پېښ شوى دى18 اکتوبر, 2005 | خبرونه اروپايي ټولنه د مارغانو پر والگي خبري کوي14 اکتوبر, 2005 | خبرونه | |||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
| ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
| ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||