|
دمارغانو والگي پرضد نړيوال بيړني گامونه پکاردي | |||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
په بيجينگ کې د تقريبا نيمې نړى د استازو يوې غونډې ددغې ناروغۍ دمخنيوي لپاره د څه باندې يو ميليارد ډالرو برابر نړيوالې مرستې غوښتنه وکړه تراوسه پورې د ٢٠٠٣ م کال راهيسې د مارغانو والگي په ټوله نړۍ کې ٧٩ تنه وژلي او تقريبا ١٥٠ تنه ېې په ويروس باندې اخته کړيدي دکنفرانس د کوربه هېواد په توگه چين د مارغانو د والگي په اړه د نړيوالې غونډې پرانيستنه په هغه متل وکړه چې وايي کله چې ټوکرۍ چپه شي نو يوه هگې هم پکې روغه نه پاتې کېږې. د چين دبهرنو چارو مرستيال وزير چيو ژونگ هواى د غونډې برخوالو ته د وينا په مهال وويل مونږ ټول دغه يوه هوا تنفسو، لدي کبله مونږ بايد ددغه گډ خطر په وړاندې په گډه سره کار وکړو . د نړۍ د روغنيا د سازمان وياند اېين سمپسن بي بي سي ته وويل دغه غونډه ډيره زياته مهمه ده . چې بايد په هغو لارو چارو خبرې وشي چې څنگه د نړۍ په گرد چاپيره کې دمارغانو د والگي د خپريدو مخه ونيوله شي . هغه وويل شک نشته چې دغه ناروغي به خوريږي خو داچې کله او په څه ډول لا روښانه نه ده. خو يوه خبره جوته ده هغه دا چې د تيرو څو کلونو په پرتله د والگي د خوريدو گواښ زيات شوى د نړۍ روغتيايي سازمان WHO هڅه کوي چې د مارغانو د والگي د مخ نيوي چارې لپاره تر ١٠٠ ميلونو ډالرو پورې بودجه تر لاسه کړي دغه سازمان تمه کوي چې د نړۍ ماړه ملکونه به د ودې په حال کې ملکونو سره ددغې نارووغې د مخ نيوى د چارې لپاره له ١٠٠٠ ميلونو ډالرو څخه زياته مرسته وکړي . اندونيزيا يو له هغو ملکونو څخه دى چې د مارغانو د والگي د ناروغي له امله پکې ١٣ تنه وژل شوي دي . د غونډې په مهال د اندونيزيا د حکو مت يوه استازې بي بي سي ته ويلي چې دوي د راتلونکو دريو کلونو په موده کې تر ٥٠٠ ميلونو ډالرو پورې مرستې ته اړتيا لري. د غونډې برخه والو وويل که په خپل وخت مرسته ونه شي ښايي د يو څو مياشتو په تيردو سره ډيرو نورو مرستو ته هم اړتيا پيدا شي . | ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
| ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
| ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||