|
هند دمارغانو والگي د خطرسره مخ شوى | |||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
د هندوستان په لوېديځ کې د مارغانو يو ځايي وژل په چټکۍ سره روان دي چې د مارغانو د والگي مخه ونيول شي. روغتيايي چارواکي چې محافظتي کالي يې اغوستي په مهاراشترا ايالت کې ددې لپاره له يوه فارم نه بل ته ځي چې ټول نيم ميليون مارغان ووژني. تر دوو سوو ډېر ډاکټران هم گومارل شوي چې ددې عملياتو په سرته رسولو کې لاس وکړي. په هندوستان کې د مارغانو د والگي د وژونکې بڼې -- H5N1 لومړنۍ نښې پرون په دې ايالت کې وموندل شوې او روغتيايي چارواکو لارښوونه وکړه چې ددې سيمې په درې کيلومترۍ کې دې ټول مارغان له مځنه يوړل شي. د سيمې له يوه بزگر نه چې د جمعې په ورځ مړ شوى، اخيستل شوې بېلگې په لابراتوار کې څېړل کېږي چې وکتل شي د مارغانو په والگي اخته و او که څنگه. له بلې خوا په تېرو دوو ورځو کې د چرگانو د والگي د وژونکې بڼې -- H5N1 نښې په ايران، اتريش او فرانسه کې هم تاييد شوي دي. | ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
| ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
| ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||