|
له روسيې د مارغانو پر وارداتو بنديز ولگيد | |||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
اروپايي ټولنې د چرگانو دوالگي د خپرېدو په ځواب کې له روسيې نه د کورنيو چرگانو او بڼکو راوړل منع کړي دي. دا گام د روسيې له خوا ددې خبرې تر منلو وروسته پورته شو چې په لوېديځ کې يې ددغې ناروغۍ د وژونکې بڼې – اېچ-پنځه – اېن – يو نښې موندل شوې دي. د اروپايي ټولنې د روغتيا وزيران د لندن نه بهر ټول شوي چې وگوري نور کوم گامونه پورته کېدلى شي. روسيې له اروپايي ټولنې نه غوښتنه کړې چې د چرگانو والگي په مخنيوي کې له دغه هيواد سره مرسته وکړي. | ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
| ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||