|
د مارغانو له والگي پيدا شوى خطر له کله انسان ته پېښ شوى دى | |||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
د ٢٠٠٣ کال په دسمبر کې همدا والگى په تايلنډ کې بيا ښکاره شو . له هغه راهيسته د سويل ختيځې اسيا په لرو بر کې تر ١٢٠ تنو ډير کسان په دغې ناروغۍ اخته شول . په دغو کې ٦٠ کسانو ژوند له لاسه ورکړ . دا والگى په مارغانو کې ډير ژر خپريږي او کورني مارغان لکه چرگان ، هيلۍ او پيلمرغان هم ژر نيسي چې د هغوى په مړينه تماميږي . د اوس لپاره دغه وايروس په اسانۍ انسانانو ته نه ورځي . څوک چې پر دغه وايروس اخته شوي هغوى له مارغانو سره ډير نژدې تماس لارۀ ، په دغو وايروسو د اخته کيدو لپاره بايد انسان له ناروغو مارغانو سره ډير سروکار ولري . په ډيرو لږو قضيو کې ښايي ځينې کسان په داسې وخت کې هم په دغۀ وايروس اخته شي چې په همدې وايروسو د اخته کوم خپل خپلوان پوښتنې ته ورغلي وي . ويره دا ده چې دا وايروس به په داسې يوې بڼې واوړي چې په اسانۍ خلکو ته ورتلى شي چې دا به په يوې وبا بدله شي . وروستي احصاييې ښيي چې په ١٩١٨ کال کې همداسې څه شوي وو .
هغه مهال د مارغانو دې ته ورته والگى انسانانو کې هم خپور شو چې اسپانيوي والگى په نامۀ ناروغي يې پيدا کړه او په ټوله نړۍ کې يې تر ٥٠ ميليونو ډير کسان ووژل . د پېښ شوي والگي دقيقه څارنه به د تيرې پيړۍ د ناروغۍ په مخنيوي کې مرسته وکړي . دغه راز د داسې وايروس ضد درملو ډيره کارونه پکار ده چې د دې والگي د پيل سرچينه ختمه شي . |
| |||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
| ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||