BBCPashto.com
BBCPerisan.com
BBCUrdu.com
BBCRussian.com
BBCUzbek
BBCArabic.com
BBCChinese.com
BBCMundo.com
د خپريدو وخت: 13:06 گرينويچ 2005 ,30 سپتمبر
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
'د چرگانو والگى ١٥٠ ميلونه کسان وژلى شي'
د جرگانو والگى
ډېرى وايروس پوهان وايې چې شونې ده چې دا ويروس دې نژدې په يوۀ بې خطره واېروس واوړي
ډېوېد نابارا چې د ملگرو ملتونو له خوا د چرگانو او انسانانو د والگي د چارو همغاړي کونکى ټاکل شوى، و وضعې په اړه يو ډېر خواشينونکى انځور وړاندې کوي.

د انځور تر ټولو ښه اړخ پنځه مليونه مړينې دي، او تر ټولو بد يې د H5NI له وايروس نه د يو سل او پنځوس مليونو کسانو مرگ . خو نوموړى وايي چې د دغه حالت د مخنيوي لپاره حکومتونه ډېر څه کولاى شي.

ورستي اټکلونه وايي په جنوب ختيځه اسيا کې د ناروغۍ د خپروېدو مخنيوى کولاى شي چې په نورو ځايونو کې د وايروس د خپروېدو مخه ونيسي، خو يوازې په دې شرط چې په وايروس د اخته کېدو قضيې له څلوېښتو ډېرې نه وي.

پر لويديځوالو حکومتونو نيوکې شوي چې خپل درمل يې زيرمه کړي او په دې توگه د هغوهېوادونو ساتنه نه کېږي چې د جرگانو د والگي له گواښ سره مخامخ دي.

ډېرى وايروس پوهان په دې باور دي چې د ستونزې حل دا دى چې د څارنې، د درملو د برابرولو او د ساوريو د رزولو په برخه کې په ريښتنې توگه گډې نړېوالې هڅې وشي.

خو ښايي يوۀ دغه کار ته هم اړتيا رامنځته نه شي. د ډېرو وايروس پوهان په آند د جرگانو د والگي د وايروس خطر ډېر کم شي که چېرې د غه وايروس د بنيادمانو تر منځ په آسانه د لېږدېدو وړتيا ومومي.

آن شونې ده چې دا ويروس دې نژدې په يوۀ بې خطره واېروس واوړي. خو څرنگه چې ساينس پوهان نه شي اټکلاولى چې H5NI به څنگه بدل شي، نړۍ ته پکار ده چې تر ټولو بد حالت ته چمتو واوسي.

نور خبرونه
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
BBC Copyright Logo^^ سرپاڼه
لومړى مخ | افغانستان | نړۍ | پروگرامونه | څپې او وختونه
BBC News >> | BBC Sport >> | BBC Weather >> | BBC World Service >> | Learning English >>
د اوريدو ستونزې او حل لارې | له موږ سره اړيکه | محرميت