 | | | د ترکيې او رومانيا په هيوادونو کې د مارغانو تر والگي وروسته اروپايي ټولنه پر مخ نيونکو گامونو فکر کوي . | اروپايي ټولنې لا دمخه د ځمکې له لارې د هغو مارغانو خوځښت بند کړى چې ښايي په ناروغۍ اخته وي. اوس ټولنه پر دې غور کوي چې څه ډول دهوا له لارې د ناروغۍ د خپرېدو مخه ونيول شي. د ترکيې او رومانيا په مارغانو کې ناروغي په هغو سيمو کې لگېدلې چې کډوال مارغان ورتلل، ځکه نو داروپايي ټولنې د څارويو ډاکټران دداسې مقرراتو په څېړلو بوخت دي چې د لوړ خطر په دغسې سيمو کې له وحشي الوتونکو سره د کورنيو مارغانو احتمالي تماسونه په ولکه کې وساتل شي. اټکل دى چې دا جرگه گۍ ټوله ورځ غونډه وکړي. اروپايي ټولنه هيله منه وه چې د ورځې تر پايه به پر دې وپوهېږي چې د رومانيا مارغان هم د ترکيې دا په څېر په هماغه ويروس (اېچ –پنځه، اين – يو) اخته دي او که نه، خو په رومانيا کې د رنځ راټولې شوې بېلگې هم په خپله په رومانيا او هم په برتانيا کې، چې د معاينې لپاره ورته راوړل کېدې، وځنډېدې. اوس ښايي دا نتيجې تر دوشنبې روښانه نشي. |