|
افغانستان د ما رغانو د والگي د خطر سره مخ دى | |||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
د ملگرو ملتونود خوراکي موادو ادارې ( اف . اې . او) خبردارى ورکړى چې افغانستان د مارغانو د والگي د جدي خطر سره مخامخ دى او بايد مخنيونکي اقدامات وکړي ددغه سازمان چارواکي وايي چې افغانستان له څو اړخو د وحشي الوتونکو د مهاجرت په لاره کې پروت دى او کيدايشي چې د مهاجرو مارغانو د والگي ويروس افغانستان ته ورسيږي کابل کې د ملگرو ملتونو د خوراکي موادو د ادارې يو چارواکي وويل : (( مونږ نه وايو چې د مارغانو د والگي ويروس به حتما افغانستان ته سرايت وکړي ، خو افغانستان ددغه خطر سره مخامخ دى . )) هغه وويل : (( که افغانستان کې د مارغانو د والگي د مخنيوي لپاره گامونه پورته نشي ، ددې خطر د زياتيدو احتمال شته دى. د ٢٠٠٣ م کال راهيسې په نړۍ کې د مارغانو والگي ٨٠ کسان وژلي دى چې زياتره ېې په آسيايي هيوادوه کې وو د ملگرو ملتونو روغتيايي سازمان ( WHO ) پدې وروستيو کې خبردارى ورکړ چې که دا ناروغي په نړۍ کې خپره شي تر ١٥٠ ميليونو انسانان به ېې قرباني شي په روسېې ، چين او قزاقستان کې د مارغانو د والگي خپريدلو پدې وروستيو کې د ا انديښنې زياتې کړې چې کېدايشي افغانستان ته هم سرايت وکړي افغان چارواکوددغو انديښنو په ځواب کې له بهر نه د چرگانو د غوښو واردات بند کړيدي تر اوسه پورې نده ثابته شوې چې دا ويروس به د چرگانو د غوښې د خوړلو له لارې انسانانو ته سرايت وکړي خو کارپوهان وايي چې د چرگ غوښه بايد ښه پخه کړل شي او اومې هگې و نه خوړل شي بلکه بايد پخې شي دروغتيايي چارو ماهران وايي چې ددې ناروغي ويروس د ناروغو مارغانو يا چرگانو د فاضله موادو له لارې چې په هواکې د گرد اوخاورو په توگه خپاره شوي وي د تنفس له لارې انسانانو ته سرايت کوي . | ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
| ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
| ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||