|
نړيوالو له افغانستان سره خپله ژمنتيا وښوده | |||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
د افغانستان په باب د لندن کانفرانس ته نړيوالو مشرانو په خپلو ويناو کې په دې ټينگار وکړ چې دغه هيواد په تيرو څلورو کلونو کې بې ساري مثبت بدلونونه ليدلي خو دغه چاره لا بشپړه نه ده . برتانوي لومړي وزير توني بلير وويل په افغانستان کې د ترهگرو له خوا تاوتريخوالى او د مخدره توکو ستونزه په دې مانا نه ده چې دغه هيواد هير شي . ښاغلي بلير په پرانيستونکې وينا کې د نړۍ په لسگونو لوړ پوړويو چارواکو ته د هرکلي په ترڅ کې د هغوى شته والى د افغانستان پرمختيا ته د نړيوالو د ژمنتيا په مانا وبالۀ : (( دلته ستاسو حضور ستاسو د هيوادونو او د ټولې نړيوالې ټولنې د هغۀ هوډ ښکارندويي کوي چې له افغان ولس سره يې د يوۀ هوسا او ديموکراتيک هيواد د جوړولو لپاره کوئ . له هغو لويو چلنجونو يا ننگونو خبر يوو چې افغانستان ورسره مخامخ دى . د ننني ( د سلواغې ١١ د جنوري ٣١ ) کانفرانس هدف دا دى چې د افغانستان تړون لاسليک شي ، دا تړون به موږ ژمن کړي چې له افغانستان سره په هره برخه کې تر خپله وسه په راتلونکي کې مرسته وکړو . )) ښاغلي بلير د افغانستان لپاره د برتانيا د ٥٠٠ ميليونه پونډو چې څه کم يو ميليارد ډالر کيږي اعلان وکړ . دا مرستې په هغو نژدې دوو ميلياردو ډالرو سربيره دي چې برتانيا به يې په افغانستان کې د خپلو پوځونو د ځاى پر ځاى کولو پر وخت لگوي . ښاغلي بلير په خپلو خبرو کې وويل غواړي نړيوالو ته وښيي چې که څوک د ترهگرۍ پر ضد دريږي او ديموکراسۍ ته غيږ پرانيزي نو دوى به يې ملاتړ کوي . (( هغو هيوادونو ته چې غواړي ديموکراسي خپله کړي له هغو سره د مرستې په کولو دا څرگندوو چې موږ نه يوازې د هغوى د ښېرازه راتلونکي سره مرسته کوو بلکه د خپل راتلونکي د ثبات ضمانت هم کوو . )) د متحدو ايالاتو د بهرنيو چارو وزيرې کاندوليزا رايس له افغان ولس سره مرسته اړينه وبلله . دې له افغانستان سره د ١.١ ميليارده ډالرو د نورو مرستو اعلان وکړ . دې د کانفرانس برخه والو ته وويل : (( د څه له امله چې نن دلته سره ټول شوي يوو هغه د دې تنکۍ نوې پيړۍ تر ټولو ستره لاسته راوړنه ده او دا برياليتوب له استبداد څخه ديموکراسۍ ته د افغانستان خوځښت دى . دا برى تر هر څه له مخه د افغانستان د شريف ولس او د ولسمشر کرزي د مشرتابۀ له امله دى .دا يوه ښه بېلگه ده چې که نړيوالو سره په گډه کار وکړي نو ډير څه ترلاسه کولى شي . )) د ميرمن رايس همدا وروستۍ خبره د ملگرو ملتونو سرمنشي کوفي عنان هم تکرار کړه او ويې ويل چې د نړيوالو او افغانستان ترمنځ چې په بن کې کومه ملگرتيا پيل شوې هغه بايد پسې دوام ومومي . (( په بن کې چې کومه ملگرتيا راڅرگنده شوه او نن يې موږ بيا تازه کوو ، بايد دوام ومومي چې له افغان ولس سره مرسته وشي . نړيوال بايد په داسې وخت کې له افغانانو سره مرسته وکړي چې هغوى د يوۀ ښېرازه هيواد د جوړولو هڅه کوي ، د داسې دولت چې د يوۀ ناپېيلي او مجهز امنيتي ځواک لرونکى وي ، د بشري حقونو درناوى وکړي ، مسلکي اداره اوکاري قضايي اداره ولري او د ولس د بنسټيزو اړتياو ځواب ويونکې وي. )) ښاغلي عنان زياته کړه د افغانستان تړون د نړيوالې ټولنې استازي اړ باسي چې په افغانستان کې پاتې شي او خپلو همکاريو ته دوام ورکړي . ښاغلي عنان د افغانستان د تړون په باب زياته کړه . (( تړون د خپلو لومړيتوبونو په پيل کې امنيتي اندېښنې يادوي ، د قانون برلاسي او اداره ، پرمختيا او بيا رغاونه او مخدره توکي يادوي او د دغو لومړيتوبونو لپاره گامونه او د ترلاسه کولو لپاره يې مهال وېش ښيي . )) ولسمشر کرزي په خپله وينا کې له نړيوالو مننه وکړه او هغه لاسته راوړنې يې يادې کړې چې په تيرو څلورو کلونو کې د دۀ ادارې درلودې . ښاغلي کرزي وويل افغانستان په تيرو څلورو کلونو کې د ديموکراسۍ ، سولې او ثبات په لور د دۀ په وينا ستر گامونه اخيستي دي . افغان مشر دغه لاسته راوړنې د خپل ولس د ټينگ هوډ او د نړيوالو د مرستو له برکته وبللې . خو ويې منله چې په افغانستان کې تلپاتې سوله د دغۀ هيواد له پياوړو ادارو سره تړواو لري . (( موږ پوهيږو چې په افغانستان کې تلپاتې سوله او امنيت به بالاخر په دې پورې تړاو لري چې اغيزمنې او توان لرونکې ادارې جوړې کړو . په همدې لار به موږ د قانون برلاسي يقيني کړو .)) ښاغلي کرزي د دولتي چارو د ښه پرمختگ لپاره له فساد سره پر مبارزې ټينگار وکړ . افغان مشر د کانفرانس برخه والو ته وويل باثباته افغانستان به نه يوازې افغانانو ته زيرى وي بلکه د ټولې نړۍ په گټه به وي . (( د افغان ولس په استازيتوب زۀ تعهد کوم چې موږ به د سيمې او نړۍ د امنيت لپاره د باور وړ شتمني يوو .)) وروسته په يوۀ خبري کانفرانس کې ولسمشر کرزي وويل ډاډه دى چې د ورځ تر پايه به ٥ ميليارده ډالره مرستې ټولې کړي . خبريالان وايي د لندن کانفرانس افغانستان کې د يوۀ نوي پړاو ښکارندويي کوي . د افغانستان په باب د لندن کانفرانس ته نړيوالو مشرانو په خپلو ويناو کې په دې ټينگار وکړ چې دغه هيواد په تيرو څلورو کلونو کې بې ساري مثبت بدلونونه ليدلي خو دغه چاره لا بشپړه نه ده | ورسره تړلي نور خبرونه برتانيا او امريکا له افغانستان سره مرسته اعلان کړه31 جنوري, 2006 | خبرونه کرزى : مرستې به د ديموکراسۍ او قانون لپاره کاروو29 جنوري, 2006 | خبرونه کرزى نن لندن ته رارسيږي29 جنوري, 2006 | خبرونه افغان ولسي جرگې کابينې ته د باور رايه وځنډوله25 جنوري, 2006 | خبرونه لندن کې د افغانستان سره د مرستو ستر کنفرانس24 جنوري, 2006 | خبرونه په لندن کې د افغانستان په اړه نړيواله غونډه 20 جنوري, 2006 | خبرونه بهرنۍ پاڼې بي بي سي د بهرنيو اېنټرنېټ پاڼو د محتوا مسووليت په غاړه نه اخلي | |||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
| ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
| ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||