|
برتانيا او امريکا له افغانستان سره مرسته اعلان کړه | |||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
په لندن کې د افغانستان په باب د کانفرانس له پرانيستو سره برتانيا کابل ته د خپلو نژدې يو ميليارد ډالرو مرسته اعلان کړه . کانفرانس ته په لومړنيو ويناو کې د برتانيا لومړي وزير توني بلير وويل د دۀ هيواد به د درو کلونو په مخه ٥٠٠ ميليونه پوڼده ( نژدې يو ميلارد ډالر ) ورکوي . د متحدو ايالاتو د بهرنيو چارو وزيرې کاندوليزا رايس هم د خپل هيواد له لورې د روان ميلادي کال لپاره د ١.١ ميلارده ډالرو نورې مرستې اعلان کړې . ښاغلي بلير وويل په افغانستان کې به يې سرتيرو ته گواښ مخامخ وي خو دوى به بيا افغان ولس يوازې پرېنږدي . د ملگرو ملتونو سرمنشي کوفي عنان په خپله وينا کې وويل چې افغانستان له تورو ورځو شپو راوتلى دى خو لا هم ډيرې ننگونې شته . ښاغلي عنان وويل نه يوازې د ولسمشر کرزي حکومت بلکه د افغانستان د مشرانو او ولسي جرڅې ريسان هم بايد خپله ونډه ولوبوي . ولسمشر کرزي په تيرو څلورو کلونو کې د افغان دولت لاسته راوړنې په گوته کړې . خبريالان وايي د لندن کانفرانس افغانستان کې د يوۀ نوي پړاو ښکارندويي کوي . تر اوسه پورې نړيوالو په افغانستان کې سياسي اړخ ته ډير پام کاوۀ ، ټاکنو ته يې توجه کوله خو اوس اقتصادي پرمختگ ، ټولنې ، مخدره توکو او نورو ورځنيو چارو ته کتل کيږي . | بهرنۍ پاڼې بي بي سي د بهرنيو اېنټرنېټ پاڼو د محتوا مسووليت په غاړه نه اخلي | |||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
| ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
| ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||