|
هغه ښار چې مېلمه پال يې هم بهرنى دى | |||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
په وروستي ځل چې کابل ته راتلم د دنگو ډبرينو غرونو څوکې يې په دوړو او لوگيو پټې وې . په ښار کې د گاډو د گڼې گوڼې له لاسه تگ پښه نىولى و . هاله د دوبي پاى و اوس د ژمي پيل دى . اوس د غرونو څوکې کله په وريځو پوښلې وي کله په سپينو واورو . دوړې ناستې دي ، لوگي لا هم شته . يخنۍ مځکه کنگل کړې ورسره خاورې پټې دي. دلته چې د تودوخې کچه تر منفي ١٥ کښته کيږي بوټي په بخاريو کې ښه پريمانه بايد و سوځي . د بلو شويو بخاريو لوگى د موټرو پر هغو ورزياتيږي . سهار د وخته چې لمر نوى په ختيځو غرونو خولۀ ږدي د ښار په لويديځ کې د پغمان د دنگو غرونو په واورو پوښلې هسکې غاړې ورته بريښي . خو د غرونو په منځ کې د پراتۀ کابل خلک له يخنۍ گونجي شوي د کار په هيله له کوره وځي . کار شته خو موندل يې لوړې ژورې لري . په يوۀ واټ کې د نايي زړې هټۍ ته ورغلم . لوړ دنگ سړى و . ږيره او سر يې تک سپين وو . يو سپين کوټ يې اغوستى و داسې اېسيد لکه په واورو پوښلى غر. ورته کښېناستم . تر بياتي يې ژبه تيره وه . شاکي وو . ويل يې کار نشته . يو زوى يې اشپز و خو اوس ورځنۍ مزدوري کوي . سپين ږيري نايي راته ويل زوى يې خوشال مېنې ته نژدې سهار د وخته د کار په هيله ناست وي . يخني ډيره شوې اوس ټوخيږي . څوک يې نه ورسره بيايي . بل زوى يې په هغه جنگ کې ومړ چې د همدې ښار په گدۍ څو کاله روان وو . له نايي را ووتم . پام مې شو چې په کابل کې دنگې دنگې ودانۍ جوړيږي ، مرستندويې ټولنې نوې نوې پروژې پيلوي ، پانگه وال لويديځ وزمه هوټلونه پرانيزي . ما ويل کار به ولې نه وي . يوۀ هوټل ته ورغلم . خورا نوى او ښکلى و . ميلمه پال يې راته ودريد . انگريزي يې ويله . يوه پياله چاى مې وغوښت . دباندې مې له يوۀ چا وپوښتل چې د هوټل مېلمه پال ولې انگريزي راسره ويله ؟ راته ويل يې هغه بهرنى دى د همدې کار لپاره له بهره راغوښتل شوى دى . د يوۀ مېلمستون د هرکلي لپاره ناسته ميرمن هم د افريقا يوه اوسيدونکې ده . د لويو هوټلونو اشپز ان هم بهرني دي . د زاړۀ نايي زوى راياد شو . ويل يې يو وخت اشپز و اوس ورځنۍ مزدوري پسې غواړي . هوا يخه وه خوشال مېنې ته ورنه غلم . هسې هم نايي راته ويل چې زوى يې اوس ټوخيږي خداى خبر چې نن به په کار پسې راوتلى هم وي که نه ؟ | ورسره تړلي نور خبرونه سړې هوا په افغانستان کې لسگونه کسان وژلي دي12 فبروري, 2005 | خبرونه | |||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
| ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
| ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||