BBCPashto.com
BBCPerisan.com
BBCUrdu.com
BBCRussian.com
BBCUzbek
BBCArabic.com
BBCChinese.com
BBCMundo.com
د خپريدو وخت: 18:29 گرينويچ 2005 ,12 فبروري
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
سړې هوا په افغانستان کې لسگونه کسان وژلي دي
News image
چارواکيو د څه باندې اتيا کسانود مړه کېدو پخلى کړى دى
په افغانستان کې د سړې هوا او پرله پسې ورښتونو له امله د لسگونو کسانو د وژل کېدو ريپوټه ورکړل شوي دي.

واورو گڼو کليو ته د تگ راتگ لارې تړلې دي. افغان چارواکيو د څه باندې اتيا کسانو، چې پکې کوچينان هم راځي، د مړه کېدو پخلى کړى دى.

په يوۀ ريپوټ کې راغلي چې شپږ کسان هله ووژل شول چې د کابل مزار پر لويه لارې يې پر موټر د واورو کمر را وښويده.

د ننگرهار په خوگياڼو کې له يخنۍ نه د څه باندې لسو کوچنيانو د مړه کېدو خبره شوې ده.

له پکتيا ولايت نه راپورونه وايي چې پر سيمه د لگېدلې سړې څپې له امله چې په ډېرو کلونو کې بې سارې گڼل شوې، يو شمېر کسان مړه شوي دي.

چارواکي وايي په ورستيو درې ورځو کې د واورو او يخنۍ له امله د ولايت په بېلا بېلو برخو کې لږ تر لږه پنځلس کسان مړه شوي دي.

نور خبرونه
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
BBC Copyright Logo^^ سرپاڼه
لومړى مخ | افغانستان | نړۍ | پروگرامونه | څپې او وختونه
BBC News >> | BBC Sport >> | BBC Weather >> | BBC World Service >> | Learning English >>
د اوريدو ستونزې او حل لارې | له موږ سره اړيکه | محرميت