BBCPashto.com
BBCPerisan.com
BBCUrdu.com
BBCRussian.com
BBCUzbek
BBCArabic.com
BBCChinese.com
BBCMundo.com
د خپريدو وخت: 15:57 گرينويچ 2005 ,26 اکتوبر
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
کابل کې صنعتي پارک پرانيستل شو
امين ارسلا
د افغانستان د سوداگرۍ وزير ډاکټر امين ارسلا دغه نوى پارک مهم بولي .
د افغانستان لومړنى عصري صنعتي پارک نن ( لړم ٤ د اکتوبر ٢٦ ) په کابل کې پرانېستل شو .

تر اوسه دغلته ٣٤ پانگه والو ته ځمکي وېشل شوي او د ځينو فابريکو د جوړولو کار روان دى. په نوي پارک کې څلور فابرېکې نوې جوړې شوي چې همدا فعاليت کوي.

دغه پارک د بگراميو په ولسوالۍ کې دى چې د افغانستان د يوه مخکني وژل شوي وزير جمعه محمد محمدي په نامه نومول شوى دى.

دا پارک د متحدو ايالاتو په مالي مرسته پرانيستل شوى دى .

د افغانستان د سوداگرۍ وزير ډاکټر امين ارسلا وويل هڅه دا ده چې پانگه اچونکو ته اسانتياوې برابرې شي .

د اوس لپاره په دغۀ پارک کې د جامو ، ايودين لرونکې مالگې ، له الکولو تش څښاک او د پلاستيکي توکو کارخانې فعاله شوي دي .

ځينې افغان سوداگر وايي چې د اسانتياو په شته والي کې د دوى توليد له بهرنيو هغو سره سيالي کولى شي .

د اوس لپاره په دغه نابشپړ پارک کې د فعالو کارخانو له امله ٢٠٠٠ تنه افغانانو کار موندلى دى .

تر دې وړاندې په هرات ولايت کې هم يو صنعتي پارک پرانيستل شوى و ، افغان چارواکي هيله لري چې په کندهار او بلخ ولايتونو کې هم دې ته ورته پارکونه پرانيزي .

نور خبرونه
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
BBC Copyright Logo^^ سرپاڼه
لومړى مخ | افغانستان | نړۍ | پروگرامونه | څپې او وختونه
BBC News >> | BBC Sport >> | BBC Weather >> | BBC World Service >> | Learning English >>
د اوريدو ستونزې او حل لارې | له موږ سره اړيکه | محرميت