BBCPashto.com
BBCPerisan.com
BBCUrdu.com
BBCRussian.com
BBCUzbek
BBCArabic.com
BBCChinese.com
BBCMundo.com
د خپريدو وخت: 14:27 گرينويچ 2005 ,29 نومبر
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
کابل چټک پرمختگ کوي خو ودانۍ يې څرنگه دي ؟

کابل
په تيرو درو کلونو کې ٤٠٠ لوړ پوړې ودانۍ په کابل کې جوړې شوې دي .
ملگري ملتونه وايي د افغانستان پلازمېنه کابل د چټکې ښا ري پراختيا له اړخه دا مهال د اسيا د ښارونو په سر کې راځي .

په دغه ښار کې په تيرو دريو کلونو کې په خورا پراخ شمير کې د استوگنې د کورونو په جوړيدو سربيره ، له ٤٠٠ ورپورته لوړ پوړ ې ودانۍ هم جوړې شوې دي .

دا په داسې حال کې ده چې د افغانستان د ښار جوړولو وزارت چارواکي او د ساختماني چارو کارپوهان اکثره دغه نوې لوړپوړې ودانۍ له انجينري او ساختماني اصولو يا نورمونو او سټنډرډونو سره برابرې نه بولي .

په لويه کې داسې انديښنه ده چې که دغه ښار د زلزلې لږ څه درانه ټکانونه ولړزوي نو پايله به يې په وروستيو کلونو کې د دغو جوړو شويو لوړپوړو ودانيو نړيدل او ديوه لوى ناورين رامينځ ته کيدل وي .

د کابل ښار ننۍ بڼه په رښتيا هم ددغه ښار له درې کاله وړاندې بڼې سره ډير توپير لري .

د ترافيکو بې شانه گڼه گوڼه ، له دوه چنده ورپورته د ښار د نفوس ډير والى او له دې سره جوخت د استوگنې د کورونو او لوړ پوړو سوداگريزو مرکزونو يو په بل پسې راهسکيدو د پرون په پرتله د ننني کابل د بڼې د اوښتو لوى لاملونه دي .

په دې کې په شنو هندارو سمبال همدغه لوړپوړي سوداگريز مرکزونه داسې ودانۍ دي چې تر دې وړاندې په کابل او د افغانستان په نورو ښارونو کې نه تر سترگو کيدې .

د شميرو له مخې يوازې په کابل کې ددغو لوړ پوړو ودانيو شمير له ٤٠٠ وراوښتى دى . دا ظاهرا د يوې چټکې ښاري پراختيا نښه ده خو تر شايې يوه لويه انديښنه هم نغښتې ده . او هغه دا چې دغه نوې ودانۍ تر کومې کچې د زلزلې په وړاندې مقاومت لري ؟

په تيره بيا دې ته په کتو سره چې کابل د زلزلې په زون کې واقع سيمه ده او کارپوهان پکې د زلزلو احتمال نه ردوي .

په دې مينځ کې د هغو ساختماني شرکتونو کار ته هم د شک په سترگه کتل کيږي چې يا يې تازه د کور دننه فعاليت پيل کړى او يا يې له بهر نه افغانستان ته مخه کړې ده .

د کابل ښاروالۍ د طرحې او ډيزاين د څانگې لوې انجينر خان محمد عطايې وايي چې ښاروالي د ودانيو په ډيزاين او نقشه کې په کلکه د ودانيو د مقاومت اړخ ته پام کوي خو داچې په ساحه او عمل کې څومره مقررات په پام کې نيول کيږي ، ښاروالي يې له اړخه ډاډمنه نه ده .

د ساختماني توکو لکه د گول سيمانو ، گاډرونو او سمټو له اړخه انديښنه شته . ټول دغه توکي د اوس لپاره له بهر نه راځي . خو د کنټرول لپاره يې لا داسې کومه غښتلې حکومتي اداره چې د دغو توکو د کيفيت ، څارنه وکړي نشته .

په ټوله کې د کابل په ښار کې د لوړ پوړو ودانيو د خونديتوب له اړخه انديښنو ته يوازينى ځواب د داسې يو واکمن کميسيون د جوړيدو طرحه ده چې له سره دغه ودانۍ د مقاومت له اړخه وارزوي او سمون پکې راولي . خو داچې دغسې يو کميسيون به کله جوړيږي ، لا هم د وخت خبره ده .

نور خبرونه
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
BBC Copyright Logo^^ سرپاڼه
لومړى مخ | افغانستان | نړۍ | پروگرامونه | څپې او وختونه
BBC News >> | BBC Sport >> | BBC Weather >> | BBC World Service >> | Learning English >>
د اوريدو ستونزې او حل لارې | له موږ سره اړيکه | محرميت