|
کابل کې غوښه بيې او ويرې | |||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
په افغانستان کې د غوښو د بيې لوړ والي او له صحي پلوه د خرابيدو ويرې د خلکو نيوکې پارولي دي . د لوى اختر او ژمي له رارسيدو سره د افغانستان په بازارونو کې د غوښو بيې لوړې شوي خو د مارغانو د والگي له امله اندېښنو د چرگانو د غوښې پر بيو اغيز نه دى کړى . د افغانستان په پلازمېنه کې د لوى اختر له رانژدې کيدو سره د غوښې بيه لوړه شوې ده خو ځينو ته د بيو تر لوړو والي له غوښو سره تړلې صحي ستونزې ډيرې د پام وړ دي . د کابل يو شمير استوگن وايي چې له قصابانو سره پاتې شوې غوښه په سمه توگه نه ساتل کيږي . دوى ويره لري چې له دغه ډول غوښو به ناروغۍ پيدا شي . د کابل ښار يو قصاب دا خبره نه مني او وايي چې دوى فريزرونه لري او پاتې شوې غوښې په خوندي ډول ساتي . د کابل ښاروالي د دغه ښار اوسيدونکو ته ډاډ ورکوي چې پر قصابانو پام کوي او که څوک د خرابو غوښو په پلورلو ونيسي سخته سزا ورکوي .خود پسونو او غواگانو تر غوښې هم ډير د چرگانو له غوښې ډاريږي . د دې علت د مارغانو د هغۀ والگي بلل کيږي چې په دې وروستيو کې د نړۍ په بيلا بيلو هيوادونو کې خپور شو . په کابل کې د چرگانو د غوښې پلورونکي دا خبره تاييدوي چې د مارغانو د والگي له اوازو سره د دوى بازار سوړ شوى دى . خو د څارويو د غوښې بيې د ځينو په گومان د لوى اختر له رانژدې کيدو سره لوړې شوې دي . د کابل قصابان پلازمېنې ته د څارويو د رارسيدو په لاره کې د بيې د لوړيدو دليل گڼي . د کابل ښاروالۍ د بيو د کنترول مسوول عبدالرحيم ناصري ځينې نور عوامل هم په گوته کوي . دى د تيرو کلونو وچکالي او لوى اختر د غوښې د بيو په لوړيدو کې يو علت بولي . يو شمير خلک په دې باور دي چې د څړ ځايونو ساتنه او له مالدارانو سره مرسته ښايې د غوښې ستونزې ته حل لاره وي . خو دا هغه کار دى چې وخت او د چارواکو هوډ ته اړتيا لري . | ورسره تړلي نور خبرونه افغانستان د روغتيا نړيواله ورځ لمانځي07 اپريل, 2005 | خبرونه په افغانستان کې ناروغيو ماشومان وژلي دي23 جنوري, 2005 | خبرونه په بلخ ولايت کې به روغتيا وړيا نه وي09 جنوري, 2005 | خبرونه د کم ذکاوت لنډې ونې ناروغۍ درملنه نژدې شوې23 سپتمبر, 2005 | خبرونه | |||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
| ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
| ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||