 |  د ارزگان او داى کوندي ولايتونو ته د درملنې ډلې رسيدلي دي | د افغانستان د روغتيا وزير په خپلې لومړنۍ خبرې غونډه کې د داى کندى او ارزگان ولايتونو ته د بيړنيو روغتيايي ډلو د استوولو خبر ورکړ، چې د ده په وينا اوس يې په سيمه کې د تور ټوخي او شرې د ناروغيو د پراخيدو مخه نيولى ده. سيد محمد امين فاطمى وويل،له نړيوالو اييتلافي ځواکونو څخه يې غوښتلي چې، د ارزگان او داى کندى لرو پرتو سيمو ته د دوى د روغتيايي ډلو په ليږدونې کې مرسته وکړي - خو ده په ډاډ سره وويل چې، د يکشنبې په ورځ د ارزگان د دهراوود په ولسوالۍ کې د شرې د مخ نيوي روغتيايي هڅې پيل شوي دي |