|
په بلخ ولايت کې به روغتيا وړيا نه وي | ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
د بلخ ولايت په مرکز مزارشريف کې دولتي روغتون وړيا درملنه بنده کړې او وايي که څوک درملنې ته ورځي نو د لږې بيې فيس به ورکوي . دا په دې ډول په ټول افغانستان کې لومړنى روغتون دى چې له خپلو ناروغانو د درملنې په بدل کې پيسې غواړي . دغه چاره د يوې نوې پروژې ترمخه کيږي چې د لگښت شريکولو په نامۀ بلل شوې ده . د روغتون چارواکي وايي پر دوى گڼه گوڼه خورا ډيره ده او ان له نورو ولايتونو ورته ډير ناروغان راځي . ځايي خلک له دې پريکړې خوښ نه دي . خو د روغتون مسوولين وايي د اوس لپاره دوى د يوې نادولتي مرستندويې ټولنې پيسې لري که هغه ختمي شي نو دولت ورسره دومره مرسته نه شي کولى چې دغه روغتون پرې په راتلونکي کې د ناروغانو درملنه وکړي . |
| ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
| |||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||