BBCPashto.com
BBCPerisan.com
BBCUrdu.com
BBCRussian.com
BBCUzbek
BBCArabic.com
BBCChinese.com
BBCMundo.com
د خپريدو وخت: 14:56 گرينويچ 2005 ,06 دسمبر
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
د کابل واټونه نوم پيدا کوي .

کابل
د کابل ډير سړکونه نوم نه لري ، هيله دا ده چې په نوم ورکولو به خلک په اسانۍ ښارکې بلد شي .
داطلاعاتو او کلتور وزارت وايي دکابل ښارد ٣٠٠ واټونو لپاره يې نومونه برابر کړي او دنومونې کار يې دکابل ښاروالۍ سره په گډه روان دى داهغه واټونه ديچې تر دې مهاله يې يا هيڅ نومونه نه درلودل او يا د خلکو له خوا پرې په خپل سر نومونه ايښول شوي وو

دمخابراتو وزارت داسنادو د چارو ريس عبدالهادى هادى وايي چې د دوى وزارت تر ټولو نزيات له دې ستونزې سره لاس او گريوان وو ځکه له بهر نه خلکو ته راغلي ليکو نه نشواي ور رسيدلاي .

داطلاعاتو او کلتور وزير سېد مخدوم رهين وايي د لويواو وړوسړکونونومول د اور وژنې په کارونوکې هم دپام وړ اسانتېاوي رامنځ ته کوي ښاغلى رهين وايي دا کار يې دېوې سترې اړتېا پر بنسټ پيل کړى چې له مخې به ېې تر ١٠٠٠ پورې واټونه و نومول شې او دنومو نو دټاکلود معيارپه هکله وايي چې د افغانستان د تاريخ د پېل څخه تر استقلال پورې دوتلو افغان سياسى،فرهنگي څېرو نومونه غوره شوي لکه محمود طرزي ،امان الله خان،ملا مشک علم ،علي شير نوايي او داسې نور .

داطلاعاتو او کلتور وزير زېاتوي چې د ېو شمېر بهرنېو وتلو څېرو په نومونو هم ځينې واټونه نومول شوي لکه د گاندى ،فهد، گويته،خميني او داسې نور او موخه ترينه داده چې افغانان د دغو کسانو سره اشنا شي .

ښاغلى رهېن وايي په کابل کې به ٣٤ واټونه د ٣٤ ولايتونو په نوم هم ونومول شي
او ولا يتونو ته يې هم همدا وړانديز وکړوچې د ٣٤ ولا يتونو پۀ نوم دې خپل يو يو واټ ونوموي تر څو ملي وحدت هم رامېنځ ته شي .

دمخابراتو دوزارت وېاند ښا غلى هادي وايي د يوشمېر نورو ادارو سره په گډه به دوى د کابل ښار لوى او واړه سړکونو او کورونو ته ځانگړي نمبرونه ورکړي چې د خپل ټاکلي ادرس د پېدا کولو دغه ننۍ ستو نزه له مينځه ولاړه شي .

نور خبرونه
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
BBC Copyright Logo^^ سرپاڼه
لومړى مخ | افغانستان | نړۍ | پروگرامونه | څپې او وختونه
BBC News >> | BBC Sport >> | BBC Weather >> | BBC World Service >> | Learning English >>
د اوريدو ستونزې او حل لارې | له موږ سره اړيکه | محرميت