BBCPashto.com
BBCPerisan.com
BBCUrdu.com
BBCRussian.com
BBCUzbek
BBCArabic.com
BBCChinese.com
BBCMundo.com
د خپريدو وخت: 12:06 گرينويچ 2005 ,15 اکتوبر
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
استراليا په کريکټ کې د نړۍ له ټاکلې لوبډلې سره سيالي کوي
ايله تيره مياشت لا استراليا له انگلستان څخه لوبه وبايلله او حقه حيرانه وه خو اوس په خپل کور کې بيرته وځليده .
د استراليا کريکټ لوبډله د ډيرو په گومان د نړۍ تر ټولو غښتلې لوبډله ده . د همدې ادعا د ثابتولو لپاره د کريکټ د نړيوالو لوبو چارواکو وپتېيله چې د نړۍ تر ټولو ښه لوبغاړي په يوه لوبډله کې سره ټول کړي او له استراليا سره يې د سيالۍ ډگر ته وباسي چې خبره سپينه شي .

استراليا په يو ورځنيو لوبو کې د نړۍ لوبډلې ته درې صفر ماتې ورکړه . اوس د پنځه ورځنيو لوبو وار دى . خو د دې لپاره چې دواړه لوبډلې ښه وخت ولري او لوبه مساوي ختمه نه شي قانون بدل شو او يوازې دغه لوبه شپږ ورځنۍ شوه خو په لومړنيو دوو ورځو کې استراليا بيا هم غښتلې وه .

ځينې عکسونه به يې وگورو :

د انگلستان غوډسک اچونکى فريډي فلنټاف د نړيوالې لوبډلې تر ټولو ښه لوبغاړى ښکاره شو ، دۀ څلور استراليايان د هغوى په لومړنۍ پاڼۍ کې وسوځول .



د نړيوالې لوبډلې د کپتانۍ وياړ د سويلي افريقا د ملي لوبډلې کپتان گراهم سميت ترلاسه کړ :

په منډو جوړولو کې بخت له سميت سره ياري ونه کړه .


د پاکستان د ملي لوبډلې کپتان انظمام الحق هم په نړيوالې لوبې کې برخه وال و ، دى د پاکستان يوازينى لوبغاړى و چې د دې وړ وبلل شو . :

انظمام ايله يوه منډه جوړه کړه او که يې کتل استراليا يې شاته ولاړ لرگي مات کړي و ، لوبڅار، ريفري ، د سوځيدو خبر ورکړ .


د استراليا له لورې هغۀ لوبغاړي ډير کسان وسوځول چې وروسته له ډيره وخته د لوبې چانس ورکړل شوى و :

ستيويرت ميگيل څلور لوبغاړي وسوځول او ښايي استراليايي کريکټ چارواکو ته يې ورياد کړي وي چې تير به هير وي له دې وروسته مې ارو مرو لوبوئ
ورسره تړلي نور خبرونه
نور خبرونه
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
BBC Copyright Logo^^ سرپاڼه
لومړى مخ | افغانستان | نړۍ | پروگرامونه | څپې او وختونه
BBC News >> | BBC Sport >> | BBC Weather >> | BBC World Service >> | Learning English >>
د اوريدو ستونزې او حل لارې | له موږ سره اړيکه | محرميت