ستاسې نظر: د کتاب نړیواله ورځ، تاسې کتابونه لولئ؟

- Author, سپين تڼی
- دنده, لندن
د اپرېل ۲۳مه د کتاب نړیواله ورځ ده.
دا ورځ د نړۍ په لرو بر کې د کتاب د هڅونې، چاپوونې او دودونې په توګه هر کال لمانځله کېږي.
افغانستان هم دا ورځ لمانځي.
پرون د همدې ورځې په درشل کې کابل کې د کتابونو یو نندارتون هم جوړ شوی و.
ستاسې نظر خپرونه کې په همدې موضوع غږېږو او له تاسو اورو چې:
په افغانستان کې کتاب لوستل څومره دود دي؟
تاسې څه ډول کتابونه لولئ؟
کتاب لوستل څه ارزښت لري او په ټولنه کې یې ونډه څه ده؟
د سې شنبې په ورځ په خپرونه کې سټوډيو ته په دې شمېره زنګ راته ووهئ: ٠٠٤٤٢٠٧٤٣٦٠٩١٩
خپلې نظریې او ټېلېفون شمېرې په فېسبوک کې هم راته پرېښودلی شئ.








