تاسو د فلش پروگرام سمه بڼه نه لرئ
څېړونکي وايي په تېره لسيزه کې د طبيعي ناورينونو پېښې ډېرې ليدل شوي دي. له ٢٠٠٠ کال څخه تر ٢٠١٠ کال پورې د نړۍ په هرو دريو وگړيو کې يو د دغو پېښو له امله اغېزمن شوى خو ځاني تاوان په کې تر پخوا کم شوى دی.
د نړۍ د کومې سيمې خلک ډېر اغيزمن شوي؟ طبيعي پېښو کومو سيمو ته ډېر تاوان وراړولی؟ په دې ويديو کې دغه ټول معلومات موندلى شئ.
په دې ويديو کې ټول شوي معلومات د يوې نړيوالې ټولنې او يوۀ بلجيمي پوهنتون له څېړنو را اخيستل شوي دي.
دوى هرې هغې پېښې ته پېښه ويلې چې په کې لس يا ډېر کسان وژل شوي، ١٠٠ کسانو ته په کې تاوان اوښتى او حالت ځانگړى بلل شوى او له نړيوالې ټولنې په کې مرسته غوښتل شوې ده.
BBC © 2014.بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي
.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .