تاسو د فلش پروگرام سمه بڼه نه لرئ
یوې سویسي سیلانۍ د قرآن کریم یوه لرغونې نسخه د هرات ملي موزیم ته د ډالۍ په توګه وسپارله.
دغه سیلانۍ د قرآن کریم دا نسخه ۴۰ کاله وړاندی په کابل کې د ۲۰۰۰ ډالرو په بدل کې ترلاسه کړې وه.
که څه هم د قرآن کریم دغه نسخې قدامت ۵۰۰ کاله بلل شوی، خو افغان چارواکي وایي یوه ځانګړې ډله به په دقیقه توګه د دې نسخې لرغونتوب معلوم کړي.
د قرآن کریم دغه نسخه چې په نسخ خط لیکل شوې، یوازې ۱۵ سپارې لري او د ځینو مخونو شاوخوا یې په مذهب ډول تزیین شوي.
دغه نسخه د الیزابت روبي په لاس افغانستان ته ستنه کړی شوې ده.
مېرمن روبي چې د اسلامي کلتور او علومو په برخه کې یې لوړې زده کړې کړې، وايي چې ښايي دا نسخه په کشمیر او د تیموریانو د واکمنۍ په پېر کې لیکل شوې وي.
نوموړې وايي، دې پرېکړه کړې چې تیموریانو د هغه مهال پلازمېنې هرات ته راوړي.
BBC © 2014.بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي
.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .