سریلانکا د مینانو پارک جوړوي

د سریلانکا حکومت وايي د هغو رومانتیک ځوانو مینانو لپاره به یو ځانګړی پارک جوړ کړي، چې په ډاډه زړه د پولیسو له ځورونې پرته له یو بل سره مینه وپالي.
د روان کال په لومړیو کې، د سریلانکا په دوو ښارونو کې سلګونه مینان د پولیسو لخوا په دې تور نیول شوي ول، چې ګني په عام محضر کې یې له یو بل سره د مینې لوبې کولې.
حکومت وايي چې د نیول شوو کسانو د راخوشي کولو غم به هم وخوري.
سریلانکا یو له هغو دودپالو هېوادونو څخه دی، چې تل د ناشنا پېښو په تور خلک پکې نیول کېږي.
د دغه پارک له جوړېدو موخه دا ده چې په ازاده فضا کې مینان له یو بل سره روغبر او د زړه خواله وکړي.
د ځوانانو د خدماتو د ملي شورا مشر لیلېت پيوم پېرېرا بي بي سي ته وویل له څو کلونو راهیسې دوی پلان درلود چې د ځوانانو یا د "مینانو پارک" جوړ کړي.
خو دا پلان هغه مهال له خنډ او ځنډ سره مخامخ شو، چې پولیسو سلګونه هغه تنکي ځوانان او پېغلې ونیولې، چې په یوه ځای یې له یو بل سره د مينې اظهار کاوه اوله یو بل نه یې په کورونګلا او متارا ښارونو کې په عام محضر ماچې اخیستې.
ښاغلي پېرېرا وا يي د ځوانانو د چارو وزارت ځوانانو ته د داسې یوه ځای د جوړولو په چاره کې پاتې راغلی دی.
ټاکل شوې ده چې دغه پارک به راتلونکی کال پرانیستل شي، چې پارلمان ته څېرمه موقعیت لري.








