د زلزلې خطر: د لوړو پوندو پر څپلیو بندیز ولګید

د عکس سرچینه، AP
د ایټالیا یوه ښوونځي کې د داسې څپلیو او بوټانو پر پښو کولو بندیز لګول شوی دی، چې پوندې یې لوړې وي.
لامل یې هم دا په ګوته شوی دی، چې وايي د زلزلې راتلو پر مهال په بېړه له ودانۍ نه د زده کونکو ایستلو پر مهال دغه ډول څپلۍ یا بوټان خنډ رامنځته کولای شي.
د نويو اصولو له مخې ښوونکي او زده کونکي نه شي کولای داسې څپلۍ یا بوټان پر پښو کړي، چې د پوندې لوړوالی یې له څلور سانتي مترو زیات وي.
د اینسا نیوز خبري اژانس په رپوټ کې ویل شوي دي، چې دغه اعلان د لاکیلا ایالت په یوه منځني ښوونځي کې شوی دی، چې دغه ایالت کې وايي د زلزلو راتلو احتمال شته.

د عکس سرچینه، Reuters
رپوټ کې ویل شوي دي، چې د ښوونځي ادارې پر بېلو څپلیو او بوټانو له غور کولو وروسته پرېکړه کړې، چې په تېرو پوندو لرونکو او سپرینګ لرونکو بوټانو او څپلیو هم بندیز ولګوي.
د ښوونځي سرښوونکې ایناامانزې د ایټالیا خبري اژانس ته ویلي،'' دغه بندیزونه له سخت دریځي مذهبي بارونو سره کوم تړاو نه لري، بلکې وايي دا زموږ جدي اړتیا ده، چې ماشومانو ته د خوندیتوب په اړه معلومات ورکړو او په ځانګړې توګه د هغو سیمو ماشومانو ته، چې پکې د زلزلې احتمال وي باید د احتمالي خطرونه په هکله معلومات ورکړو.''
یوه زده کونکې بیا په دې اړه وايي:
'' اداري چارواکي باید د بېلګې په توګه د ښوونځي ودانۍ تود ساتلو سیسټم ته د پام په څېر مسایلو غور وکړي.''
دغه سیمه کې ۲۰۰۹ کال کې د زورورې زلزلې راتلو له کبله ۳۰۹ کسان مړه شوي وو او له ۱۰ زرو ډېرو ودانیو ته زیان اوښتی و.
۔








