اکسفورډ پوهنتون کې داخله څنګه کېږي؟ د مرکو بېلګې

که یو۳۰ سانټي مېتره خط کش د دواړو لاسونو د یوې ګوتې پر سر کېږدئ او ګوتې یو له بله سره نژدې کړئ، څه پېښېږي؟
آیا لرغون پېژندنه انجیل ثابتولاې یا ردولاې شي؟
دا هغه ډول پوښتنې دي چې کېداې شي د آکسفورډ پوهنتون د شمول له مینه والو څخه د لومړنۍ مرکې په ترڅ کې وشي.
د پوهنتون یوه چارواکې سمینه خان وايی د پوښتنو دا بېلګې له وړاندې نه ځکه خپرې شوې چې د غلطو آوازو مخه ونیول شي.
علمي بحث
ډاکټره سمینه خان وايي
"موږ پوهېږو چې تر اوسه دلته د آکسفورډ پوهنتون د شمول د مرکو په اړه ډېرې ناسمې انګېرنې شته دي، نو ځکه مو یو شمېر معلومات له وړاندې نه خپاره کړي چې زده کوونکي له حقیقته خبرشي"
"ښوونکي یوازې غواړي وګوري چې زده کوونکي څه ډول فکر کوي او د نویو نظریاتو په اړه څه ډول غبرګون ښيي. موږ نه غواړو چې زده کوونکي ناکامه کړو"
له دې امله پوهنتون د شمول د چارو له ښوونکو غوښتي چې د یو لړ بېلابېلو موضوعاتو لپاره د بېلګې په توګه ځینې پوښتنې او د ځوابونو لپاره لارښوونې خپرې کړي.
سمینه خان وايی
"دا مرکې د دې لپاره نه دي چې تاسو هغه شیان بېرته تکرار کړئ چې پخوا مو زده کړي"
هغه اکسفورډ پوهنتون کې د زده کړې مینه والو ته ډاډ ورکوي چې دا مرکې د دوی لپاره یو چانس دی چې وښيي د نویو ستونزو په اړه څه ډول فکر کولاې شي، په داسې طریقو چې هم ننګونکې وي او هم زده کوونکي وکولاې شي خپل استعداد وښيي.
هغه وايی:
"دا مرکې د یوې موضوع په اړه د ښوونکي او زده کوونکي تر منځ یو ډول علمي بحث دی، لکه هغسې چې د اکسفورډ پوهنتون زده کوونکي یې هره اونۍ په خپلو ټولګیو کې کوي"
آشنا چاپېریال
نو د انجینري د راتلونکو زده کوونکو لپاره د خط کش په اړه پوښتنه څرنګه ده؟
د آکسفورډ د پوهنتون یو ښوونکي ستیف کالېنز وايي دی به هېڅکله د مرکې په پیل کې دا پوښتنه ونه کړي او زده کوونکی به پرېږدي چې د یوې ورته موضوع په اړه بحث وکړي او ځان راحت احساس کړي.
هغه وايی:
"د خط کش پوښتنه به وروسته راځي، کله چې موږ زده کوونکي ته یوه ناآشنا سناریو وړاندې کړو"
د پوښتنو بېلګې

انجینیري: که یو۳۰ سانتي مېتره خط کش د دواړو لاسونو د یوې ګوتې پر سر کېږدئ او ګوتې یو له بله سره نژدې کړئ، څه پېښېږي؟
د انجینرۍ د مضمون استاد پروفیسر ستیف کالینز وايي:
"په دې بېلګې کې به تقریبا هر څوک دا فکر کوي چې کله ګوتې د خط کش منځ ته نژدې کېږي خط کش به یوې خوا ته ولوېږي. خو کله چې تجربه بشپړه کړي او وګوري چې دواړه ګوتې په یو وخت کې د خط کش مرکز ته رسیدلي او خط کش د دوادړو ګوتو پر سر با انډوله پاتې دی.
"موږ غواړو ووینو چې زده کوونکي څرنګه د غیرمنتظره نتیجو په وړاندې غبرګون ښيي او بیا هغوی هڅوو چې دا تجربه ورو ورو تکرارکړي.
په دې توګه زده کوونکي دې نتیجې ته رسېږي چې د خط کش مرکز یا منځ ته نژدې د ګوتو پر سر (د اصطکاک یا مښلو) یوه غټه قوه موجوده ده.
"یعنې کله چې خط کش د ګوتو پر سر باندې ښوییږي او مښل کېږي خط کش لومړی له خپل مرکز نه لرې د ګوتو پر سر ښوييږي.
"زده کونکی به له دې نه وروسته کولاې شي دا توضیح کړي چې ګوتې ولې په یوه وخت کې د خط کش مرکز ته رسیدلي دي.
"موږ ښايی پر دې هم بحث وکړو چې د ثابت اصطکاک (static friction) ضریب د خوځېدونکي اصطکاک (dynamic friction) د ضریب په پرتله لوړ دی. نو ځکه مخکې له دې نه چې ګوته د بلې ګوتې پر سر تېره شي خوځیدونکې ګوته د ثابتې ګوتې په پرتله د خط کش مرکز ته نژدې کېږي."
ختیځ پېژندنه

آیا لرغون پېژندنه انجیل ثابتولای یا ردولاې شي؟
د مانسفیلډ د کالج د ختیځ پېژندنې د څېړنو استاده ډاکټره الیسن سالویسن وايی:
"زه به د داسې یو ځواب په تمه یم چې وښيی زده کونکی پوهېږي چې انجیل د یو لړ اسنادو مجموعه ده چې د څو پېړیو په ترڅ کې لیکل شوي او خپاره شوي، او یو لړ مهم تاریخي دودونه په کې بیان شوي دي، خو د انجیل علمي څېړنه په دې معنا ده چې باید په دقت سره وڅېړل شي چې وګورو دا دودونه کله او چېرته را پیدا شوي او د کوم هدف لپاره لیکل شوي دي.
"هغوې باید وپوهېږي چې لرغون پېژندنه پرهغو نا لیکل شویو سرچینو باندې تکیه کوي چې د لرغونو زمانو راهیسې ساتل شوي دي لکه د ودانیو او وسایلو پاتې شونې.
"معمولا د ساینسي طریقو په مرسته د هغو تاریخ معلومېدای شي، خو بیا هم موږ اکثرا نورو معلوماتو ته اړتیا لرو لکه د ورته ځایونو څخه خطیبې او شواهد، چې وکولاې شو له لرغونو پاتې شونو څخه یو مفهوم را وباسو.
"په پاې کې به زه هیله کوم چې زده کوونکي به د دې ډول شواهدو د یو بېلې بڼې د پوهېدو پر لور کار کوي، چې کله کله د انځور د بشپړېدو سبب کېږي، خو کله کله هم کېدای شي متضاده نتیجه ورکړي.
دواړه له ډېر احتیاط او دقت نه ډک تفسیر ته اړتیا لري او یواځې دا استدلال کول چې’’انجیل وايي’’ او یا ’’لرغون پېژندنه ثابتوي’’ ډېره ساده خبره ده او کافي نه ده.’’
اقتصاد او مدیریت

آیا بانک لرونکي د لوړو تنخاګانو وړ دي او که حکومت یې باید محدودې کړي؟
د اقتصاد د مضمون استاد پروفیسر برایان بېل وايي:
’’یو ساده ځواب ښايي دا وي څرنګه چې بانکونه عموما خصوصي شرکتونه دي او کارګران په خپله خوښه هر چېرته چې یې خوښه وي کارکوي، د هغوی تنخاګانې صرف د کارد رقابتي بازار یوه نتیجه ده.
’’په دې کیسه کې، بانک لرونکي ډېر زیات عاید لري ځکه چې د ډېر لوړ مهارت او استعداد خاوندان وي. حکومت ته به سخته وي چې په دې قضیه کې مداخله وکولاې شي، خو ښايي د مساوات په خاطر ځینې کسان دا استدلال وکړي چې حکومت باید داسې یو سېستم ولري چې د تنخا د لوړتیا په تناسب دعوایدو مالیه هم لوړه کړي او دعاید یوه برخه بېرته وویشي.
’’یو ښه زده کونکی به فکر کوي چې همدا شان با استعداده کسان ولې په بانکدارۍ کې کولای شي دومره لوړه تنخا ولري او په نورو کسبونو کې یې نه شي کولای. آیا موږ په رېښتیا باور لرو چې د مهارتونو له پلوه بانک لرونکي د نورو کارکوونکو په پرتله ډېر ښه دي؟
’’یوه بله کیسه دا ده چې بانکي صنعت رقابتي نه دی او د رقابتي بازار په پرتله ډېره ګټه تولیدوي. په دې قضیه کې، د حکومت لپاره یو رول شته چې بازار لا نور رقابتي کړي. د زده کوونکي لپاره مهم ټکی دا دی چې د تنخا د اقتصادي اړخ په هکله فکر وکړي نه دا چې یواځې د هغې د منصفانه توب یا نه منصفانه توب په اړه فکر وکړي.’’
تجربوي روح پېژندنه

فکر وکړئ چې ۱۰۰ کسانو هر یو یو پونډ په یو لوښي کې ایښی دی. هر کس باید د صفر او ۱۰۰ ترمنځ یو عدد غوره کړي. جایزه به هغه کس اخلي چې غوره کړی عدد یې د ټولو غوره شویو عددونو د اوسط یا منځنۍ کچې دوه پردرېیمې برخې ته نژدې تره وي. تاسو به کوم عدد غوره کوئ او ولې؟
د تجربوي روح پېژندنې د مضمون استاد پروفیسر نیک یونګ وايي:
’’د ځینو خلکو لومړی اټکل د ۱۰۰ دوه پر درېیمه برخه ده، د بېلګې په توګه ۶۶ یا ۶۷، چې په دې قضیې کې به زه له هغوی نه وپوښتم چې نور کسان به د ګټلو لپاره د کومو عددونو د غوره کولو فکر کوي. په دې قضیې کې، هر بل کس باید ۱۰۰ غوره کړي، چې له امکانه لرې ښکاري. اکثرا خلک د ۵۰ د دوه پردرېیمې په هکله فکر کوي(۳۳)، چې ظاهرا یې امکان ډېر دی.
’’په دې وخت کې، روښانه کېږي چې د حل دا لاره یو تکراري خصلت لري:
که زه یو ښه دلیل ولرم چې ۳۳ غوره کړم، نو ښايي نور کسان به هم ۳۳ غوره کړي، چې په دې حالت کې باید زه د ۳۳ دوه پردرېیمه برخه غوره کړم خو بیا به هر بل کس هم دغسې فکر کوي او د ۳۳ دوه پردرېیمه برخه به غور کوي، نو زه باید د دغه عدد دوه پر درېیمه برخه غوره کړم او په همدې توګه نور.
’’که فرض کړو چې هر څوک به دغسې فکر کوي، نو هر یو به په پاې کې د صفر عدد غوره کوي دا د ’’لوبې نظریې’’ رسمی حل لاره ده. په دې وخت کې به زه داسې پوښتنې کوم چې د زده کوونکي د پراخ استدلال مهارتونه را څرګند کړي او وښيي چې په داسې حالت کې په دې لوبه کې څه ډول تصمیم معقوله دی.
’’دا پوښتنه د روح پېژندنې یو اړخ هم لري چې د خلکو د رویې، انتخابونو او غوراوي د دلایلو په اړه څنګه فکر کېږي. آیا هر کس به یو شان زیار وباسي؟ آیا هر کس به د لوبې د ګټلو انګېزه لري؟
’’موږ دا دلچسپي لرو چې ووینو خلک د یوې ستونزې په ترڅ کې څرنګه فکرکوي، کوم اړونده عوامل په ګوته کوي او د نویو معلوماتو د رامنځته کېدو په وړاندې څه ډول غبرګون ښيي.’’
د ژوند طبي څېړنې

په تشو میتیازو کې د شکرې شته والی ولې د شکرې ناروغۍ د شته والي یوه نښه کېدای شي؟
د ژوند د طبي علومو استاد پروفیسر رابرټ ویلکینز وايي:
’’دا پوښتنه په ښوونځي کې د بیالوژي او کیمیا د زده کړو د عمومي پوهې پر بنسټ ده او دا معلوموي چې زده کوونکي د یوې روغتیايي ستونزې په اړه څه ډول غبرګون ښيي. په عمومي توګه معلومه ده چې ډیابیټېس یا د شکرې ناروغۍ یوه نښه په تشو میتیازو کې د شکرې یا د ګلوکوز شته والی دی.
’’په دې پوښتنې کې له زده کوونکو پوښتل کېږي چې د دې ستونزې علتونه بیان کړي چې ولې داسې کېږي. زده کوونکو معمولا دا زده کړې چې پښتورګي وینه چاڼوي او ناکاره شیان ورنه لرې کوي، لکه یو ریا چې باید له بدنه لرې شي خو نور ګټور شیان لکه شکره باید وساتل شي.
’’په داسې حال کې چې شکره یا ګلوکوز په نورماله توګه په تشو میتیازوکې نه پیدا کېږي، له زده کوونکو پوښتل کېږي چې اټکل وکړي چې د پښتورګو له وړو نلونو څخه د شکرې د تېرطدوپه وخت کې هغه څنګه ساتل کېدای شي.
په دې پروسې کې یو انتقالوونکی پروتین د ګلوکوز له مالیکیولونو سره نښلي او هغوی بیا را جذبوي او د پښتورګو له وړو نلونو څخه یې بېرته له وینې سره ګډوي.
’’زده کوونکي باید د هغو زده کړو پر بنسټ چې ښوونځي کې یې کړي دي وپوهېږي چې انتقالوونکی پروتیین چې ګلوکوز سره نښلي د ځینو انزایمونو سره تړاو لري. د ګلوکوز د بیا جذبولو ظرفیت محدود دی ځکه کله چې ټول انتقالوونکي پروتیینونه په کار بوخت شي نور پاتې ګلوکوز نه شي جذبېداې.
’’یو بریالی زده کوونکی باید وکولاې شي دا نتیجه تر لاسه کړي چې کله چې د شکرې په ناروغۍ کې په وینه کې د ګلوکوز کچه له نورماله حده لوړېږي د دې سبب کېږي چې د پښتورګو له چاڼوونکو نلونو څخه میتیازو ته تېره شي ځکه چې ګلوکوز دومره ډېر وي چې د بیا جذبوونکو پروتیینونو له توانه وتلي وي.








