"هڅه کوم ښوونځیو کې اتڼ معرفي کړم"

د پاکستان د بلوچستان ایالت مرکز کوټه او نورو سیمو کې د سپتمبر پر ۲۳مه د پښتنو لپاره د کلتور د نړیوالې ورځې په توګه ولمانځل شوه.
په کوټه کې په دې مناسبت ګڼ مراسم په پام کې نیول شوي وو.
۲۳ سپتمبر د پښتنو لپاره د کلتور د نړیوالې ورځې په توګه د ټاکل کېدو پرېکړه د پښتو په نړیوال سیمینار کې وشوه.
دغه سیمینار د ۲۰۱۵ کال د سپتمبر له ۱۲ تر ۱۴ په کوټه کې ترسره شو.
په مراسمو کې خلکو نه یوازې دودیز پټکي په سر کړي وو بلکې دودیزې جامې یې هم په ځان وې.
د مراسمو ځانګړي مېلمه، د بلوچستان وزیر اعلی ډاکټر عبدالمالک بلوڅ و.
دغو مراسمو ته په وینا کې نوموړي وويل ایالتي حکومت یې په مورنۍ ژبه د تعلیم فرصت برابر کړی دی.

نوموړي زیاته کړه، هڅه کوي چې ښوونځیو کې اتڼ هم معرفي کړي چې "ماشومان مو له کلتوره خبر شي."
"موږ باید پښتو موسیقي، رباب او د بلوڅانو موسیقي را ژوندۍ کړو ځکه موسیقي انسان ته ارامښت ورکوي."
د بلوچستان د اطلاعاتو ایالتي وزیر عبدالرحیم زیارت وال مراسمو ته په خپله وینا کې وویل، د نړۍ د ټولو پښتنو لپاره د سپتمبر ۲۳مه تاریخي اهمیت لري.
ده وویل، دا پرېکړه چې باید دغه ورځ د پښتنو د کلتور نړیواله ورځ وګڼل شي، د پښتو په نړیوال کانفرانس کې وشوه ځکه نو دوی په همدې ورځ ځانګړي مراسم په پام کې ونیول.








