د جبل الطارق عملیات: پاکستاني سرتېرو کشمیر کې بغاوت پاروه

په لسګونو کاله کېږي چې د کشمیر پولې لانجمنې دي (د اې ایف پي تصویر)
د عکس تشریح، په لسګونو کاله کېږي چې د کشمیر پولې لانجمنې دي (د اې ایف پي تصویر)
    • Author, محمد الیاس خان
    • دنده, بي بي سي

د ۱۹۶۵ کال په اګست کې، د کشمیر په هغې برخې کې چې د هند تر ولکې لاندې ده، یو بغاوت پیل او د ځنګله د اور په شان خپور شو.

ظاهرا داسې ښکارېده چې د سیمې خلکو په خپله پاڅون کړی دی.

یوه میاشت وروسته، هند پر پاکستان برید وکړ او پاکستان وویل چې هند ’’له لمسونې پرته’’ دا کار کړی دی.

جنګ د بن بست حالت کې پای ته ورسېد او پاکستان له هغې راهیسې هر کال د سپتمبر شپږمه دا ورځ د یو غټ دښمن پر ضد د بریالیتوب په توګه په شاندارو مراسمو سره لمانځي.

خو آیا د هند تر ولکې لاندې کشمیر کې دا پاڅون په رښتیا په خپله د سیمه ییزو خلکو له خوا شوی و؟

۷۱ کلن قربان علي یو له هغو ’’یاغیانو’’ څخه دی چې د ۱۹۶۵ په آګست کې د هندي سرتېرو پرخلاف جنګېده.

دی د کشمیر د هغې برخې اوسېدونکی دی چې د پاکستان تر ولکې لاندې ده، هغه یو یاغي کس نه و، بلکې د پاکستان د پوځ د آزاد کشمیر د غونډ یو سرتېری و.

قربان علي وايي ’’هغه وخت زه تازه عسکري خدمت ته جلب شوی وم، نژدې ۲۰ کلن وم. ما عسکري روزنه بشپړه کړې وه، او بیا موږ دغه پوځي ځواک ته داوطلب شوي وو چې د جبل الطارق په نامه یادېده.’’

پاکستان تر اوسه په رسمي توګه نه ده تایید کړې چې دغسې یو پوځي ځواک یې درلود، خو د پاکستان د پوځ یو پخوانی ډګروال، د امنیتي چارو کارپوه او لیکوال، اکرام سیهګل، د ورځپاڼې په یوې مقالې کې ویلې چې،

دا ځواک ’’د پاکستان د پوځ د داوطلبانو، چې زیاتره یې له آزاد کشمیر څخه و (پاکستان د کشمیر هغه برخه چې د پاکستان تر ولکې لاندې ده د آزاد کشمیر په نامه یادوي)، او د پاکستان تر ولکې لاندې کشمیر کې له تازه جلب شویوعسکرو څخه جوړ شوی و، چې په بیړه روزل شوي او د جولای په وروستیو او د آګست په لومړیو کې د کشمیردرې (دهند تر ولکې لاندې کشمیر) ته لېږل شوی و.

پاکستاني او نور پوځي تاریخ پوهان وايي دا پلان چې د جبل الطارق عملیاتو په نامه یادېده، د سیمې د پوځي قومندان، برید جنرال اختر حسین ملک له خوا جوړ شوی و.

د دې پلان هدف دا و چې د وسله والو چریکي ډلو په مرسته د هند د مخابراتو سیستم له منځه یوسي، پر مهموځایونو برید وکړي او هندي پوځ راګیر کړي.

قربان علي او د هغه د ډلې کسانو د پاکستان په خاوره کې اوږد او پېچلی مزل وکړ چې د شمال له پلوه د هند تر ولکې لاندې کشمیر ته ننوځي.

هغوی څو ورځې په پښو مزل وکړ، له ځانه سره یې وچ خوراکي شیان، وسلې او مهمات پر شا وړل، ’’پرغرونو اوغونډیو ختل او ښکته کېدل، کله کله پر واورو پوښل شویو لمنو ښوېدل’’.

هغوی د هندي اړخ د کوپوارا په سیمه کې د چوکیبل ښار ته نژدې یو ځنګل کې د ځان لپاره د پټېدو یو ځای جوړ کړ.

هغوی به د ونو دننه تشو، یا د کمرونو یا لویو ډبرو لاندې سمڅو کې شپې او ورځې تېرولې.

د یوې میاشتې په ترڅ کې چې هغوی هلته تېره کړه، یو پول یې د چاودېدونکو توکو په مرسته له منځه یووړ او د هند د پوځ د اکمالاتو پر یو شمېرځایونو باندې یې بریدونه وکړل.

قربان علي وايي د ده په ډله کې ۱۸۰ کسه وو، زیاتره یې نوي راجلب شوي ملکیان وو، ’’د دې ډلې د هرو لسو کسانو په کتار کې شپږ تنه ملکیان وو’’.

د کشمیر یو کلی چې د جګړې په وخت کې ویجاړ شوی و (د هولټن د آرشیف تصویر)
د عکس تشریح، د کشمیر یو کلی چې د جګړې په وخت کې ویجاړ شوی و (د هولټن د آرشیف تصویر)

قربان علي او د هغه ملګري سرتېري نه وو خبر خو د دوی په شان ډلې د کشمیر نورو سیمو ته هم لېږل شوې وې.

اټکل شوی چې د ’جبل الطارق’ د پوځي ځواک د عسکرو شمېر کیدای شي له اووه زرو تر ۲۰ زرو پورې و.

د هغوی یو کس محمد نظیر نومېده چې اوس ۶۴ کلن دی.

هغه وخت دی د ښونځي یو ۱۴ کلن هلک و چې دغه پوځي خدمت ته جلب شوی و.

هغه د یوې ډلې په کتار کې و چې د پونچ په سیمه کې یې د هندي عسکرو د لسو نه زیاتو پوستو باندې بریدونه کړي وو.

هغه وايي ’’ کله چې یې موږ د روزنې له کمپه بوتلو، موږ نه پوهېدو چې چیرته ځو. هندي سرتېري مو د خوب په وخت کې ګیر کړل’’

’’موږ فکر کاوه چې دا زموږ د روزنې د پروګرام یوه برخه ده’’.

هغوي د کهوټا له سیمې تېر شوي وو او د پونچ د سیمې د منډي د ښار په شاوخوا کې یې عملیات کول.

هغه وايي د ده د ډلې زیاتره کسان ’’زما په شان واړه هلکان’’ وو.

په دې نازک عمر کې هغوی ډېرې وینې تویدنې ولیدلې، خو روحیه یې لوړه وه.

’’کله چې به ډزې او عملیات و، زموږ روحیه به لوړه وه. خو کله چې به خاموشي وه، موږ به زړه تنګي وو. هغه وخت موږ د مرګ او ژوند په هکله فکر نه کاوه.’’

د جبل الطارق عملیات د دې لپاره کېدل چې چریکي بریدونه به د هند تر ولکې لاندې کشمیر کې چې اکثریت خلک یې مسلمانان دي، د خلکو یو پاڅون راوپاروي.

په ۱۹۴۷ کال کې د بریتانوي هند د وېشل کېدو پر وخت زیاترو دغو خلکو غوښتل چې پاکستان سره یوځای شي.

د یاغیانو یو راډیو سټېشن چې ادعا کېده د کشمیر دننه یو ځای کې جوړشوی، خو په اصل کې یې د پاکستان له راولپینډۍ ښاره فعالیت کاوه، په شدت سره به یې د ’’مجاهدینو’’ د بریالیتوبونو په اړه رپوټونه ورکول، په دې هیله چې هلته به یو پاڅون راوپاروي.

خو د هند تر ولکې لاندې کشمیر ملکي خلک نه یوازې دا چې ډله ییز پاڅون ته چمتو نه وو بلکې له بهره ورغلیو کسانو له لاسه هم ځورېدل.

پوځي تاریخ پوهان د یو شمېر ډېرو مثالونو یادونه کوي چې هلته ملکي خلک وژل شوي یا زیانمن شوي وو، او ځینو لا دغه له بهره ورننوتلي کسان د چارواکو لاس ته سپارلي وو.

هند هم په کشمیر کې خپل سرتېري زیات کړي وو، هغه سیمې یې کلابندې کړې وې چې له بهره ورته ورانکاري ورننوتلي وو، او لوړ ځایونه یې نیولي وو چې کولای یې شول له هغو ځایونو څخه د پاکستان تر ولکې لاندې کشمیر مرکز مظفرآباد تر ګواښ لاندې راولي.

د دغې جګړې په وخت کې هندوستان ۱۰۰ زره سرتېري استولي وو. ( د اې ایف پي تصویر)
د عکس تشریح، د دغې جګړې په وخت کې هندوستان ۱۰۰ زره سرتېري استولي وو. ( د اې ایف پي تصویر)

د هندي فشار د کمولو لپاره، پاکستاني سرتېرو د سپتمبر په لومړۍ اوونۍ کې پر جمو باندې برید وکړ چې د هندیانو د اکمالاتو لاره بنده کړي.

له دې امله هند پر لاهور او سیالکوټ باندې حمله وکړه.

قربان علي وايي ’’موږ ته وویل شول چې نور تاسو ته اکمالات نه شي در رسېدلای، او موږ یوازې پاتې شو’’.

’’دا زموږ د ماموریت تر ټولو سخت وخت و، هغه لوړ ځایونه چې مخکې د پاکستاني ځواکونو تر لاس لاندې و، د هندیانو له خوا نیول شوي وو. موږ په یوه کمزوري دریځ کې وو.’’

د کشمیر د لانجې ځینې مهمې نېټې

  • ۱۹۴۷– بریتانوي حاکمیت پای ته ورسېد. د هند نیمه وچه پر هندوستان او پاکستان ووېشل شوه.
  • ۱۹۴۷-۴۸– د کشمیر پر سر د هند او پاکستان تر منځ لومړۍ جګړه وشوه او کشمیر پر دوو برخو ووېشل شو‎.
  • ۱۹۶۵– د کشمیر دویمه جګړه ختمه شوه او دواړه خواوې د جګړې نه مخکې وخت پولو ته راستنې شوې.
  • ۱۹۷۱– د هند او پاکستان تر منځ دریمه جګړه په ۱۹۷۲کې د شېملې د تړون سبب شوه، د کشمیر اوربند د کنټرول پر کرښه بدل شو.
  • ۱۹۹۹- یوه بله جګړه هغه وخت پیل شوه چې اورپکي د پاکستان تر ولکې لاندې کشمیر نه دهند تر ولکې لاندې کارګل سیمې ته ور تېر شول.
  • ۲۰۰۱- د هند پر پارلمان باندې د یوه برید پړه هغو دوو اورپکو ډلوباندې اچول شوې چې پاکستان ته نژدې ګڼل کېږي. د اتومي وسلو درلودونکو دوو ګاونډیو د یوې مقابلې په ترڅ کې چې ۱۸ میاشتې یې دوام وکړ په میلیونو سرتېري چمتو کړل.
  • ۲۰۰۳- دواړو خواوو د کنترول د کرښې په اوږدو کې اوربند وکړ.

محمد نظیر بېرته پاکستاني پوستې ته لاړ شو او د خپل کلي یو ملګري جنګیالي، محمد یوسف، مړی یې راوایست.

’’د پوستې پیره دار وویل ترانسپورتي وسایل نشته چې مړی کلي ته یوړل شي. خو وروسته ځینې ملکي قراردادیان پیدا شول او راسره مرسته یې وکړه چې د محمد یوسف مړی د هغه کورنۍ ته ورسوم.’’

یوسف لوړ قد درلود او ۲۳ کلن و، له واده یې یو کال لا نه و تېر شوی چې د جبل الطارق ځواک سره یوځاې شو.

کله چې د ځواکونو د راوتلو په وخت کې هغه د خپلې ډلې ملګرو د ملاتړ لپاره ډزې کولې د هاوان یوه ګولۍ ورباندې ولګېده.

نشا بیګم د جبل الطارق په عملیاتو کې خپل خاوند له لاسه ورکړ
د عکس تشریح، نشا بیګم د جبل الطارق په عملیاتو کې خپل خاوند له لاسه ورکړ

د محمد یوسف مېرمن، نشا بیګم، د خپل لومړي او یوازیني زوی له امله اووه میاشتنۍ میندواره وه.

په داسې حال کې چې په سترګو کې یې د احساساتو نښې نه ښکارېدې، هغې وویل:

’’کله چې به هغه له کوره بهر و، ما به یې د خوندي راتګ لپاره دعا کوله. خو یوه ورځ یې د هغه مړی راووړ’’.

خو نوموړې وايي خدای ورته مناسب عوض ورکړ.

’’هغه ماته یو زوی او د هغه د پوهنې روزنې قوت او دا چانس راکړ چې واده یې ووینم او خپل ماشومان ولري.’’

داسې ښکاري چې جګړې و نه شوای کولای نشا بیګم ماته کړي، خو زیاتره خلک وايي چې د پاکستان لومړی پوځي حاکم ایوب خان چې د جبل الطارق د عملیاتو امر یې ورکړی و، مات کړ.

له جګړې درې کاله وروسته ایوب خان له واکه وپرځول شو (دهولټن ارشیف تصویر)
د عکس تشریح، له جګړې درې کاله وروسته ایوب خان له واکه وپرځول شو (دهولټن ارشیف تصویر)

له جګړې وروسته ایوب خان ژر واک بایلود، او درې کاله وروسته د یوه ولسي پاڅون له امله نسکوره او په ۱۹۷۴ کې ومړ.

د امریکا په متحدو ایالتونو کې د دفاعي چارو یو څیړونکی، ډاکټر احمد فاروقي لیکي، د مړینې په درشل کې ایوب خان ’’یوغمجن او مات شوی سړی’’ و.

متقاعد هوايي مارشال نور خان چې په ۱۹۶۵ کال کې یې د پاکستان د هوايي ځواک مشري کوله، د ډان ورځپاڼې سره مرکې کې وویل چې پوځ ’’د یوه ستر دروغ په ویلو سره ملت ګمراه کړ’’، چې ویل یې پاکستان نه بلکې هند دا جګړه لمسولې وه- او پاکستان ’’ستر بریالیتوب’’ تر لاسه کړ.

هغه وویل څرنګه چې دا ’’دروغ’’ خبره هېڅکله اصلاح او سمه نه شوه، د پاکستان ’’پوځ پر خپلې افسانې باور وکړ، (او) ناغوښتلو جګړو ته یې دوام ورکړ’’.