ګودر غاړه: "خدای هم نه بدلوي حال د هغه قوم"

د عکس سرچینه، bbc
- Author, روشنا وردګ
- دنده, نیویارک مېشته لیکواله
څه کم څلوېښت کاله کېږي چې په افغانستان کې د جګړو او وژنو لړۍ روانه ده او په دې موده کې بېلابېلې ډلې او ګوندونه واک ته ورسېدل چې هر يوه يې ځانکړې تګلارې پلې کولې.
لکه چې پښتانه وایي وینه په وينه نه مینځل کېږي، ترڅو به افغانان د یو بل پرځولو ته اړم وي، په داسې حال کې چې نوره دنیا هغه دي په مریخ او پلوټو کې تجربې کوي.
اوس چې پس له دومره ناخوالو او ورانیو په وطن کې په نسبي ډول ادارې، بڼسټونه او یو نظام رامنخته شوی دی، نو د دې تخریبول او ګډوډي راوستل له افغانانو او هېواد سره ستره جفا ده.
د قانون او اصولو په چوکاټ کې د حکومت د بې عدالتیو، فساد او درغلیو پر خلاف مبارزه د هر افغان دنده ده، خو د افغان دولت دفاع هم په ټولو افغانانو پور ده.
نږدې درست هېوادوال مو د جنګونو، بې کورۍ او کډوالۍ ترخې خاطرې لري او نور د داسي پېښو تکرار نه شي زغملی، ټول په فساد پیشه وو او شراچوونکیو لعنت وایي.
که یوازې د ځان غم نه وی، ځان غوښتونه او حرص نه وی، د پیسو او واک لپاره د بل حق تر پښو لاندې نه کېدی، نو اوس به داسې ګډوډي او بې اتفاقي نه وه.
هوښیارانو څه ښه ویلي: "دنیا که د یوه شي یو لېوه دی پرې موړ به نشي"
په کار دا ده چې ټول هېوادوال موسره یو موټی او یو زړه شي او د خپل هېواد او خلکو د ابادۍ او سوکالۍ لپاره هڅې او کار وکړي چې موږ هم ښه ژوند او ودان هېواد ولرو، چې دین او دنیا دواړه مو ښایسته شي.
دلته هغه بل مازیګر د کورونو مخې ته د شنو چمنونو او رنګارنګ ګلونو تر څنګ پلې پر لاره روانه وم، نری شمال نورهم ښه لګېده، ځینې ځایونه مې خلک لیدل چې د چمنونو، ونو بوټو او ګلانو د لا ښکلا لپاره لګیا دي نور کار کوي، یو ځای د دوه لاري سړک مینځ کې یوه سړي بوټي اوګلان ایښودل، یوڅه وړاندې بیا یوه مېرمن لګیا وه د ګلونوخصمانه یي کوله او اوبه کول يې.
دې ښځې چې زه ولیدم سر یي راپورته کړ او های یې راته وکړل او په یوه ساه یې وویل: ډېره ستړې شوم، ډېر کار مې وکړ، وګوره دومره د ګلانو بوټي مې کېنول او دومره خاوره مې پسته کړه، ورته کړل مې هو دا خو ډېرښه کار دی.
دا د لارو تر څنګ د ګلونو او رنګينۍ په جوړولو او خورولو بوخته وه، بیا یې په ډېر خوند او مینه وویل: د دې ګلونو تخم مې له فلاني ځای راوړی او دا ټول ستاسو لارویانو لپاره او د دې ځای د ښکلا لپاره دي.
ما په زړه کې وویل درېغی زموږ په هېواد کې هم خلک داسې د ابادۍ او رنګينۍ په فکر کې وای، نه د ورانۍ او تباهۍ.

ماته د کابل د کورونو مخې ته د کوڅو خټې او ګندونه را یاد شول، غریبان اوبېوزلي خو پرېږده، خو وایه له هغه چا نه چې څو پوړیز کورونه او بنګلې یې رغولې وې ، خو په کوڅو کې به یې د باران او واورې په وخت بنیادم د چا خبره تر ښنګریو په خټو او...ککړ و، دوی خپل وربوی، کوڅې اوچاپېریال ته هیڅ پاملرنه نه کوله.
افغانستان زموږ ټولو ګډ کور دی که همدا وړه ښکلا او ابادي په نظر کې ونیسو او ټول په ګډه کار وکړو، زموږ له هېواده به هم دوړې خاورې او تیارې لېرې شي.
زه په همدې سوچونو کې کورته راورسېدم چې د څنګ کورپنځه اتیا کلنه ګاونډۍ راسره په خبرو شوه، دا هرسهار او مازیګر د باندې د خپل کور مخې ته یوازې ناسته وي، دوه زامن او یوه لور لري، زامن یې بل ځای اوسي، که څه هم لور یې ورسره یو ځای اوسي، خو هغه هره ورځ دندې ته ځي او ډېری وخت دا یوازې وي.
کله نا کله زه هم ورسره په خبرو کېوځم، یوه ورځ یې په خبرو خبرو کې راته وویل: څومره شرم دی چې په افغانستان کې جنګ دی او خلک مو یو بل سره وژني. زه زهیره شوم ا و هغه متل مې ورته ووې چې "څه ژرنده پڅه او څه غنم لانده".
څه خو زموږ خپلې کمزورۍ، څه د پرديو دسیسې اوڅه هم د نورو ناسمې تګلارې او پټ پلانونه دي چې له مخې یې زموږ په هېواد کې لګېدلی اور نه مړ کېږي.
نن مې چې هغه بیا ولیده نو په خوشالۍ مې ورته وویل: افغانستان د کرکټ لوبه وګټله او د ۲۰۱۶ کال نړیوال جام ته یې لار ومونده. دې مبارکي راکړه، او ما د سرلوړۍ او خوشالۍ احساس.
یو ځل بیا د درویش دراني خبره تکراروم چې:
که زړونه سره یو کړو او لاسونه سره ورکړو
دا کاڼی به لعلونه شي، دا بوټي به لونګ شي








