هندي فلمي لوبغاړی سلمان خان په ۵ کاله بند محکوم شو

د عکس سرچینه، Getty

ممبۍ کې محکمې د "ووهه او وتښته" ۱۲ کالنې مخکینۍ مشهورې قضیه کې فلمي لوبغاړی سلمان خان په غیر قصدي وژنې تورن ګڼلی او په ۵ کاله بند یې محکوم کړی دی.

د ممبۍ پولیسو نوموړی له محکمې نه د ارتورو وات بند ته وړی.

د خبریال شکیل اختر په وینا، د سلمان خان وکیل ویلي چې دغه فیصله به سترې محکمې ته وړاندې کوي او سلمان خان د ضمانت لپاره هم د ممبۍ سترې محکمې ته رجوع کوي.

پر سلمان خان تور دی، چې په ۲۰۰۲ کال کې یې د سرک تر غاړې ویده ۵ کسان تر موټر لاندې کړي دي چې له دې ډلې یو کس وژل شوی.

سلمان خان دغه تور نه مني د پنجشنبې په ورځ محکمې په خپله پریکړه کې ویلي و، چې سلمان خان د نشې په حال کې موټر چلاوه او پرې لګېدلي ټول تورونه سم ثابت شوي دي.

سلمان خان د پریکړې اوریدو لپاره په محکمه کې موجود و قاضي نوموړي ته وویل:"چې موټر تا چلاوه او دا نا ممکنه ده چې اشترنګ ته ستا د موټر چلوونکی ناست وي".

هغه مهال چې قاضي پریکړه اوروله سلمان خان کټارې منځ کې ولاړ و خو کله چې محکمه خلاصه شوه نو د شا لارې نه لاړ او د محکمې په چاپیریال کې یې چارواکو ته ځان وسپاره.

د عکس سرچینه، EPA

د سزا د ټاکلو په وخت کې سلمان خان محکمې ته وویل، هغه له یوې اوږدې مودې راهیسې بشردوستانه مرستې او کارونه کول هغه د انسانیت خلاف نه دی نو هیله یې څرګنده کړه چې د سزا ټاکلو وخت کې دا مسله په پام کې ونیسي.

سلمان خان وايي، که دی بندي شي نو ډیرو خلکو ته به تاوان ورسېږي ځکه چې د ۲۰۰ میلیون هندي روپیو ذمه واري پر غاړه لري.

نوموړي دا هم وویل، چې د غوږ د عفونیت په ناروغۍ اخته شوی او په بند کې به یې دا ناروغي زیاته شي او محکمې ته یې خپل روغتیايي اسناد هم وړاندې کړل. د "ووهه او وتښته" پېښه د ۲۰۰۲ کال د سپتمبر په ۲۸ مه شوې.

سلمان خان موټر ټکر کړی و، چې له کبله یې د سرک پر غاړه ویده ۵ کسان د ده تر موټر لاندې شول او له دې ډلې ۳۸ کلن نور الله خان ووژل شو او درې نور کسان سخت ټپیان شول چې څلورم کس بیا برسیرن ټپي شوی و.