"بینګ بینګ" د باليوډ تر ټولو ګران بیه فلم

د هندي سینما بالي ووډ د نوموتي فلمي ستوري ریتک روشن راتلونکی فلم "بینګ بینګ" د هندي سېنما په تاریخ کې تر ټولو ګران بیه فلم بلل شوی.
په دغه فلم کې د ریتک روشن تر څنګ کترینا کیف د ښځینه اکتورې رول لوبولی.
دا درېیم وار دی چې کترینا کیف او ریتک روشن یو ځای په کوم فلم کې سره لوبېږي.
د رپوټونو پر بنسټ دغه فلم د ۱۴۰ کروړه هندي روپو په لګښت جوړ شوی چې د فلم لپاره د بازار موندنې لګښتونه هم په کې راځي.
دغه فلم د فوکس سټار سټوډیوز تر چتر لاندې جوړ شوی، کیسه یې رومانتیکه خو د فلم ژانر اکشن دی.
د دغه فلم د اکشن صحنو ثبتولو لپاره د هالیووډ مشهور اکشن ډایرېکټر انډي ارمسټرانګ خدمات ترلاسه شوي.
انډي ارمسټرانګ تر دې وړاندې د مشهور هالیووډ فلم د "امیزېنګ سپايډرمېن ۲" په څېر فلمونو لپاره د اکشن صحنې لیکلي او فلم کړې دي.
ټاکل شوې چې بینګ بینګ فلم سبا (پنجشنبه اکتوبر ۲مه) د هندوستان په ګډون د نړۍ په بېلا بېلو هېوادونو کې نندارې ته وړاندې شي.
د فلم جوړوونکي هيله لري چې دغه فلم به د لیدونکو له خورا تود هرکلي سره مخ او ښه سوداګري به وکړي.
هند کې ډېر کله فلمونه د جمعې په ورځ نندارې ته وړاندې کېږي چې ورپسې راتلونکې دوه ورځې عامه رخصتي وي خو د بینګ بینګ فلم جوړوونکو پتيېلې چې دا فلم د "مهاتما ګاندي" د زوکړې په ورځ (اکتوبر ۲مه) نندارې ته وړاندې کړي.








