د عراق پېښې افغانستان کې پېښېدى شي؟

په وروستيو کې د "داعش" د اسلامپالي سني ډلې له لوري په خورا چټکۍ سره د عراق د ځينو ښارونو په نيولو سره له ځينو سره داسې اندېښنې راپيدا کړي،چې د بهرنيو ځواکونو له وتلو وروسته ښايي په افغانستان کې هم ورته پېښې رامنځ ته شي.
له امريکا سره د امنيتي تړون نه لاسليکېدل او له عراقه په بشپړ ډول د امريکايي ځواکونو وتل په دې هېواد کې د روان کړکېچ او تاوتريخوالي مهم لامل بلل کېږي.
خو افغان ولسمشر حامد کرزي له بي بي سي سره په خبرو کې افغانستان کې د عراق د اوسنيو پېښو تکرارېدو خبره په چورلټ ډول ردکړه.
د هغه استدلال دا و، چې د افغانستان اوعراق حالات سره توپير لري او نړيواله ټولنه به افغانستان ېوازې پرې نږدي.
په همدې پلمه د دې اونۍ د ستاسي غږ په پروگرام کې غواړو له تاسو واورو،څه فکرکوئ، چې د عراق له وروستيو پېښو د افغانستان لپاره څه لوستونه اخيستل کېدى شي، او څه کول په کار دي،چې دعراق پېښې دې افغانستان کې هم پېښې نه شي ؟
نو په پروگرام کې د گډون لپاره د پنجشنې په ماښام خپرونې ته مخامخ په دې شمېرې زنگ ووهئ.
٠٠٤٤٢٠٧٤٣٦٠٩١٩
د لنډ تيلیفوني پيغام يا اېس اېم اېس لپاره دا شمېره وکاروئ
۰۰۴۴۷۷۸۶۲۰۸۸۸۸
تاسو دارنگه کولاى شي ،چې په بي بي سي پښتو فېسبوک کې هم په دې اړه خپلې نظرېې پرېږدئ.








