افغانستان کې د پاتې کېدونکو امريکايي عسکرو د شمير په اړه څه نظرلرئ؟

د عکس سرچینه، AFP

دامريکا ولسمشر بارک اوباما له ٢٠١٤ کال وروسته په افغانستان کې د خپلو پاتې کېدونکو عسکرو شمير اعلان کړى دى.

د دې اعلان له مخې د ٢٠١٥ کال له پيل څخه به نژدې ١٠٠٠٠ امريکايي عسکر په افغانستان کې پاتې وي،چې د همدې کال په پاى کې به دغه شمير نيمايي ته کته شي اوله ٢٠١٦ کال وروسته به يوازې ١٠٠٠امريکايي عسکر په افغانستان کې پاتې کېږي.

د دې پلان له مخې دغه امريکايي عسکر به کابل کې د امريکا د سفارت امنيت ساتي، افغان پوځيانو ته به روزنه ورکوي او د ترهگرۍ ضدعملياتو ملاتړبه کوي.

ولسمشر اوباما ويلي دي،چې په دې ډول به افغانستان کې د امريکا تر ټولو يوې اوږدې جگړې ته مسوولانه پاى ورکړي.

هغه داهم ويلي،چې له ٢٠١٤ کال وروسته به امريکايي عسکرد افغانستان په ښارونو،کليو،بانډو اوغرونو کې ب گزمې او پېرې نه کوي او دا به افغانان خوي، چې د خپل هېواد لپاره به جنگېږي.

په همدې پلمه د امريکا پردې پرېکړې غواړو د دې اونۍ د ستاسې غږ په پروگرام کې له تاسو سره وغږېږو.

نو په پروگرام کې د خپل نظر د څرگندولو لپاره د پنجشنبې په ماښام مخامخ خپرونې ته په دې شميرې زنگ ووهئ.

۰۰۴۴۲۰۷۴۳۶۰۹۱۹

دارنگه تاسو کولاى شي ،چې بي بي سي پښتو فېسبوک کې هم په دې اړه خپل نظر پرېږدئ.