ټولنې ته د مذهبي تندلارۍ تبليغ پايلې

د مدني ټولنې د ځنو غړو په وينا د افغانستان شمال کې د نجونو په يوه مدرسه کې مذهبي تندلارو تبيلغاتو د افغان ميرمنو په منځ کې د تندلارۍ د پراخولو په اړه اندېښنې ډېرې کړي دي.
منتقدين وايي د کندز "اشرف المدارس " کې ديني زده کړې له سياست سره ملې دي او د افغانستان له کلتور او دودونو سره اړخ نه لگوي.
د دغې مدرسې يوشمير زده کوونکې وايي د راډيو له اورېدو ، ټلويزيون له ليدلو ، عکس اخيستو ، د ښوونکې ، مور او ښځې د ورځې له لمانځل او د کور څخه بهر د ښځو کارکول حرام دي.
کندز کې د مدني ټولنې غړو په وينا دغه ډول تندلارې زده کړې کورنيو او ټولنې ته جدى گواښ رامنځ ته کوي.
په همدې پلمه د دې اونۍ د ستاسي نظر په پروگرام کې غواړو ټولنې ته د تندلارو مذهبي تبليغاتو د احتمالي پايلو په اړه له تاسو سره خبرې وکړو.
په پروگرام کې د برخې اخيستو لپاره د سه شنبې په ماښامنۍ خپرونه کې په دې شميرې راته زنگ ووهئ
٠٠٤٤٢٠٧٤٣٦٠٩١٩
او تاسو دارنگه کولى شي چې په بي بي سي پښتو فيسبوک کې هم خپل پيغامونه او هم د خپلو تيليفونونو شمېرې راپرېږدئ.








