ورځپاڼې، کب ۱۲، له زندانه 'تېښته'

د کندهار له زندانه وسله والو طالبانو د خپلو زنداني شويو ملګرو د خوشي کولو په لړۍ کې د يوه جعلي ليست په جوړولو سره ١٢ تنه خوشي کړي دي.
د عکس تشریح، د کندهار له زندانه وسله والو طالبانو د خپلو زنداني شويو ملګرو د خوشي کولو په لړۍ کې د يوه جعلي ليست په جوړولو سره ١٢ تنه خوشي کړي دي.
    • Author, احمد ضياء رحيمزی
    • دنده, افغان ورځپاڼه ليکونکی

د کابل چاپ ورځپاڼو نن (دوشنبه د کب ۱۲) د ټاکنو او ټاکنیزو مسایلو سربېره په پراخ ډول د کندهار ولایت له یوه محبس څخه د ملي امنیت دادارې د یوه جعلي لیک په وسیله د څو تنو طالب زندانیانو تېښته څېړلې او هرې ورځپاڼې له خپل لیدلوري پرې تبصرې کړې دي.

د یادونې وړ ده چې د کندهار له زندانه وسله والو طالبانو د خپلو زنداني شويو ملګرو د خوشي کولو په لړۍ کې د يوه جعلي ليست په جوړولو سره ١٢ تنه خوشي کړي دي.

افغانستان

ورځپاڼه په خپله نننۍ سرمقاله کې لیکي چې د ملي امنیت د ریاست په یوه جعلي لیک سره د کندهار له زندان څخه د دوولس تنو طالبانو خوشي کېدل، یو له تعجب آورو او تاسف لرونکو پېښو څخه دي چې په وروستیو کلونو کې را منځ ته کېږي.

یاده ورځپاڼه وړاندې بیا د ملي امنیت د ریاست له خولې ددې پېښې د څرنګوالي تفصیل څېړي او پدې اند ده چې د یوه جعلي لیک په وسیله د یوه مهم دولتي ارګان څخه د زندانیانو خوشي کېدنه د شته امکاناتو او مډرنې ټکنالوژۍ شتون ته په پاملرنې سره ، تر ډېره بریده ناممکن برېښي.

افغانستان ورځپاڼه همدارنګه په تېرو څو کلونو کې دې ته ورته نورو پېښو ته اشاره کوي چې په ترڅ کې یې د طالبانو د استازي په نامه له یوه جعلي شخص سره د ولسمشرۍ ماڼۍ له خوا د سولې خبرې اترې، د طالبانو د استازو په نامه دیوه تن له خوا د سولې شورا پرپخواني مشر باندې ځانمرګۍ برید او دامریکا د حکومت له خوا د مستندو معلوماتونه وروسته هم له بګرام زندانه د خطرناکو طالبانو خوشي کېدنه یادوي او وړاندې لیکي چې په افغانستان کې قانون هېرکړای شوی دی، ځکه نو ددې ډول پېښو پېښېدل معمولي خبره برېښي.

ملي باور

ورځپاڼه هم د کندهار د پېښې په تړاو په افغانستان کې د زندانونو امنیتي وضعیت څېړي او د کندهار له زندان څخه څوکاله وړاندې د یوې سمڅې په کېندلو سره د زندانیانو د تېښتې موضوع په یادولو سره پدې اندده چې اوس یوځل بیا لدې زندان څځه په جعلي مکتوب د دوولسو زندانیانو خلاصېدل،د طالبانو له خوا د بندیانو د خلاصون لپاره د بېل تاکتیک کارول ګڼي.

یاده ورځپاڼه لیکي چې افغان امنیتي ارګانونه باید نه یوازې چې د زندانونو لپاره کلک امنیتي تدابیر ونیسي،بلکې د ورځپاڼې په کرښو اړینه ده چې د هېواد سولې او امنیت ته خطرناک او ګواښمن بندیان تر سختو امنیتي تدابیرو لاندې ونیسي.

جامعه باز

یا پرانیستې ټولنې ورځپاڼه هم نن خپله سرمقاله پرهمدې موضوع لیکلې ده اوپدې نظر ده چی اوس نو خلک اوعامه افکار د حکومت او چارواکو پر نیتونو او کړنو دومره اعتبار له لاسه ورکړی چی ګرانه ده دا د زندانیانو خوشي کېدل،د طالبانو د خوشي کېدنې لپاره یوه بله توطیه نه وي.

یاده ورځپاڼه وړاندې لیکي چې ولسمشر که ددې کړنو لپاره معقوله توجیه لري باید د ورځپاڼې په کرښو ډیموکراتیکو ارزښتونو ته په ژمنتیا سره د ټولو هغه چارو په اړه چې ډیری وګړي یې هغه د اوسني سیاسي نظام له بنسټیزو ارزښتونو او ملي ګټو سره په تضاد کې ګڼي، هغوی ته وضاحت ورکړي.

محور

ورځپاڼه هم د خپلې نننۍ سرمقالې په ترڅ کې پر همدې موضوع بحث کوي اولیکي چې په جعلي سند د قندهار له زندانه دبندیانو خوشي کول،که له یوې خوا د ساتونکو غفلت او ناپامي ښیي،نو له بلې خوا د لوبې د ژورېدو پیغام هم ورکوي.

دغه ورځپاڼه په داسې حال کې چې د هېواد په اوسنیو شرایطو او اوسني وضعیت کې د زندانونو څخه د خطرناکو بندیانو تښتېدل او خلاصېدل،لاسي په جنګي لیکو د تېلو د شیندلو په معنا دي، پوښتنه کوي چې اوس څوک غواړي چې دا اور تازه کړي؟

محور په داسې حال کې چې باور لري دا ډول پېښې یوازې د زندان له منځه نشي رهبري کېداي، وړاندې بیا وړاندې بیا افغان حکومت ته وړاندیز کوي تر څو افغان حکومت له سره یوځل بیا د زندانونو د ساتنې او څارنې پر سیستم له سره غور وکړي،او د ورځپانې په کرښو د بیا ځل لپاره ټولو خواوو ته ددا ډول مداخلې چانس صفر ته را کم کړي.

اطلاعات روز

یا د ورځنیو اطلاعاتو ورځپاڼې هم همدې موضوع ته پاملرنه کړې ده او له خپله انده ددې پېښې لاملونه او دلایل څېړي چې د ورځپاڼې له نظره ددې ډول ډله ییزې تېښتې یو لامل په امنیتي ادارو کې د طالبانو پراخ نفوذ دی.

دغه ورځپاڼه له بګرام زندان څخه د ولسمشر حامد کرزي په فرمان د طالب زندانیانو خوشي کول هم یادوي او پدې اند ده چې د ولسمشر په فرمان له بګرام څخه د بندیانو خوشي کېدنه او د جعلي لاسلیک پر بنسټ له کندهار زندان څخه دهغوی تېښته د افغان حکومت لپاره د خطر زنګونه غږولي دي.

هېواد

دولتي ورځپاڼه هم د کندهار له محبس څخه دجعلي مکتوب په وسیله د دوولس تنو خطرناکو بندیانو را خوشي کېدنه ملي حاکمیت ته د جدي ګواښ سبب ګڼي او دا ډول پېښې د کندهار سیمه ییزې ادارې ته د ډېر شرم او جدي پوښتنې وړ موضوع شمیري.

ویسا ورځپاڼه بیا د خپلې نن ورځې په ګڼه کې د ولسمشرۍ د ټاکنو د نوماندانو له خوا د امنیتي تړون په اړه ددوی کلیشه یي څرګندونې څېړې او پدې اړه دهغوی په دریځونو ګوت نیونه کوي.

ویسا

ورځپاڼه لیکي چې ځیني نوماندان یوه غلطه توجیه وړاندې کوي چې ګواکې پر دې تړون مشورتي لویې جرګې هوکړه کړې ده او دولس تایید پرې ترلاسه شوی دی او په لاسلیک کې یې د افغانستان ګټه ده خو د ورځپاڼې په کرښو که څه هم مشورتي لویې جرګې ددې تړون تایید کړی دی، خو د ورځپاڼې په کرښو د جرګې له خوا چې په ۳۱ مادو کې کوم وړاندیزونه شوي دي، په هغوکې هغه شرطونه هم شامل دي چې ولسمشر کرزي دلاسلیک لپاره لومړی د هغو پرځای کول غوښتي دي. پای