ستاسو نظر: د معیوبو کسانو ستونزې

ستاسو په نظر د معیوبو کسانو په وړاندې چلند څنګه بدلېدلی شي؟
د عکس تشریح، ستاسو په نظر د معیوبو کسانو په وړاندې چلند څنګه بدلېدلی شي؟
    • Author, وړاندې کوونکی: اسمعیل سعادت
    • دنده, لندن

"خنډونه لرې کړئ او دروازې پرانېزئ: پرمختیا او یوه جامع ټولنه د ټولو لپاره."

دا دی د معیوبو کسانو د نړیوالې ورځې سږنی شعار.

د نړۍ څه باندې زر میلیونه وګړئ له یوه نه یوه ډول معلولیت سره ژوند کوي.

معیوب کسان له بیلابېلو ستونزو سره مخامخ دي. بدني، ټولنیز ، اقتصادي او له دوی سره د چلند خنډونه دوی نه پرېږدي چې په ټولنه کې د برابر غړي په توګه پوره او اغېزمنه ونډه واخلي.

په افغانستان کې د یوه اټکل له مخې شاوخوا اته سوه زره معیوب کسان اوسي. د د ډېرو یې وضعیت د اسانتیاوو او پوره پاملرنې د نشتوالي له امله خواشینوونکی بلل کېږي.

ستاسو په ښار او کلي کې معیوب کسان له څه ډول ستونزو سره مخامخ دي، او ولې؟

ستاسو په نظر د معیوبو کسانو په وړاندې چلند څنګه بدلېدلی شي؟

خپل نظر د برېښنالیک، <link type="page"><caption> فیسبوک </caption><url href="https://www.facebook.com/bbcpashto1981" platform="highweb"/></link>او ټېلیفون له لارې په ستاسو نظر پروګرام کې څرګند کړئ.

د برېښنالیک پته مو دا ده: [email protected]

او که غواړئ مخامخ په پروګرام کې ګډون وکړئ، د سه شنبې په ماښام پر دې شمېرې خپرونې ته زنګ ووهئ: ۰۰۴۴۲۰۷۴۳۶۰۹۱۹

د اېس اېم اېس يا لنډ لیکلي ټېلیفوني پيغام لپاره دا شمېره وکاروئ:

۰۰۴۴۷۷۸۶۲۰۸۸۸۸