ننداره کالم: لیزبون ته د شپې اورګاډی

- Author, کریم حیدري
- دنده, افغان سناریو لیکونکی
ډنمارکي فلم جوړونکي بیلي آګست د یو نامتو ناول کیسه فلم ته اړولې. دا فلم په انګریزي ژبه د سویس او جرمن فلم جوړونکو شرکتونو له خوا جوړ شوی.
بیلي آګست د هنري سینما په ډګر کې مخکې هم خپله وړتیا څرګنده کړې. نوموړي تر اوسه دوه پامیډور جایزې او یوه د اوسکار جایزه لاس ته راوړې.
په دې فلم کې د اروپا نامتو لوبغاړو ونډه اخیستې لکه جرمي آیرن د پروفیسور ګریګورس په نقش کې، شارلیت رمپلنګ او برونو ګنز. دا ډول فلمونه د رومانتیک ژانرې په کتار کې ټومبل کیږي.
لیزبون ته د شپې اورګاډی د سویس په برن ښار کې پیلیږي، چېرې چې د پوهنتون ښوونکی پروفیسور ګریګورس یوازې ژوند کوي ناڅاپه او بې ارادې د پرتګال پلازمېنې لیزبون ته سفر کوي.
د ډاکتر امدیو شعري لیکنې چې له مرګه وروسته د هغه خور په یو کتاب کې چاپ کړي پروفیسور د لیزبون تګ ته اړ باسي، خو دا لیکنې د ډاکټر په ژوند هېڅ رڼا نه اچوي.
یوه نجلۍ دوه مینان
پروفیسور د ډاکټر د ژوند په څېړنه بوختېږي، چې د پرتګال ډیکتاتور سالزار د حکومت په موده کې د دولت ضد په پاڅون کې فعاله ونډه درلوده. د هغه خور، ملګري او مذهبي ښوونکی پروفیسور ته د ډاکتر ژوند بیانوي. څرګندیږي چې په دې کیسه کې دوه ملګري له یوې نجلۍ سره مینه لري.
درې واړه په پاڅون کې ښکېل دي او د جابر دولت له وېرې په پټن ځایونو کې له نورو مبارزینو سره غونډې کوي. د نجلۍ یوه ځانګړتیا دا ده چې د ټولو هغو دولتي کارکوونکو نومونه او ټیلیفون شمېرې په ذهن کې ثبتوي، چې له مبارزینو سره ملګرتیا کوي.
دولتي استخبارات په دې خبرېږي او د نجلۍ لټون پیلوي. له دې وېرې چې نجلۍ د دولت لاس ته ورنه شي او اعتراف ونه کړي مبارزین غواړي نجلۍ له منځه یوسي. ډاکټر نجلۍ اسپانیا ته انتقالوي او پخپله پرتګال ته ستنېږي.
فلسفي نثر چې ګواکي د امدیو له کتابه لوستل کیږي او د کیسې سپړل چې هره شېبه لیدونکي ته موضوع لا روښانوي، فلم ته ښکلا او خوند وربښي.
بیلي آګست هڅه کړې چې فلم ته کلاسیک رنګ ورکړي. کله – کله لیدونکی نستلژیک () احساس کوي لکه فلم چې پخوا جوړ شوی وي. هنري فلمونه د سوداګریزو فلمونو پرخلاف محدود لیدونکي لري ځکه چې هنر د ټول بشر لپاره نه دی. فلم جوړونکی لکه هر بل هنرمند غواړي خپله ځانګړتیا په خپل اثر کې څرګنده کړي.
خپل احساس په کې پانګه کړي، له اصولو او قواعدو سره لوبې وکړي، چې د مینه والو په منځ کې خپل اثر تل پاتې کړي.
پاچاهانو سره ګنج د سیم وزر دی – هنرمندو لره ګنج د خپل هنر دی








