ستاسې نظر: که پیسې ولرئ په افغانستان کې پانګونه کوئ؟

- Author, وړاندې کوونکی: سپین تڼی
- دنده, لندن
افغان حکومت وایي د پانګونې په برخه کې د بل هر هېواد په پرتله زیات فرصتونه شته.
د چارواکو په وينا سږ کال په دغه هېواد کې د تېر هغه په پرتله پانګونه په سلو کې شاوخوا ۲۵ زیاته شوې ده.
په ۲۰۱۴ م کال کې له افغانستانه د بهرنیو ځواکونو د وتلو په برخه کې د ځينو خلکو د اندېښنو په ځواب کې په افغانستان کې د پانګونې ملاتړه اداره ایسا وایي دا چې د لېږد بهیر به په سوله يیز ډول تر سره کېږي او ولسمشریزې ټاکنې به کېږي نو د اندېښنې ځای نه شته.
افغان حکومت باور لري چې د پانګونې په برخه کې یې قوانین اسان او څرګند دي نو ځکه باید پانګوال په دې هېواد کې پانګونه وکړي.
ستاسو نظر له تاسو اوري چې په افغانستان کې د پانګونې فرصتونه څنګه درته برېښي؟
که تاسو سوداګر وای خپلې پيسې به مو لګولې وای؟
د سه شنبې ستاسو نظر کې په همدې اړه خپل نظر راسره شریک کړئ. د ټېلېفون شمېره موده: ٠٠٤٤٢٠٧٤٣٦٠٩١٩
خپل لنډ پيغامونه د ايس ايم ايس په دې شمېرې را واستوئ ٠٠٤٤٧٧٨٦٢٠٨٨٨٨
تاسو دارنګه کولى شي چې د بي بي سي په پښتو فېسبوک يا ټيوټر هم په دې اړه خپل پيغامونه راپرېږدئ.







