ستاسې نظر: د ښار لارو کوڅو رغولو کې د خلکو ونډه

- Author, د پروگرام کوربه: گلستان شينوارى
- دنده, کابل
په تېرې شاوخوا يوې لسيزې کې د افغانستان په زرگونه کيلومتره عمومي او د ښارونو ځينې کوڅې د حکومت او ځينو مرستندويه ټولنو پر مټ ډمبر شوي دي، خو لا هم د دغه هېواد په پلازمېنه او ځينو نورو لويو ښارونو کې لويې لارې، د ښار واټونه او لارې کوڅې د پخوا په څېر کنډې کپرې پاتې دي چې له امله يې دغلته اوسېدونکي ستونزې او کړاوونه گالي.
داسې بېلگې هم شته چې په ځينو سيمو کې ولسي خلو ملا تړلې چې يا پخپل لگښت او يا هم د حشرونو په ترسره کولو سره هغه لارې چې لا هم کنډې کپرې دي ورغوي او ځان له ورپېښو ستونزو وژغوري، دغو خلکو په ډير کم مالي لگښت دغه چارې ترسره کړي او د حکومت په تمه نه دي ناست.
تاسو په دې اړه څه وايئ؟ ايا ستاسو په چم مالت کې هم داسې لارې کوڅې شته چې لا هم پخې شوي نه وي او په زمي کې له خټو ستړي شوي ياست او په دوبي کې له دوړو خاورو تر پوزې رسېدلي ياست؟
ايا ستاسو له نظره د خپل چم مالت د جوړولو لپاره بايد تل د حکومت او مرستندويه ټولنو په تمه اوسئ؟
که چېرې په دې اړه کوم نظر، پوښتنه يا غوښتنه لرئ، نو د دوشنبې په ماښامنۍ خپرونه کې په دې شمېره راته زنگ ووهئ:
۰۰۹۳۲۰۲۲۰۲۳۰۰
دا رنگه د بي بي سي د <link type="page"><caption> پښتو فېسبوک</caption><url href="https://www.facebook.com/bbcpashto1981" platform="highweb"/></link> له لارې هم راسره خپل نظر شريکولاى شئ.




