علمي خپرونو ته د وړیا لاسرسي پرېکړه

- Author, ډاکټر خسرو سنګروال
- دنده, لندن
د برتانيا حکومت پر یوې داسې کړنلارې د کار کولو خبر ورکړی چې که چېرې پلې شي نو هغو مهالنیو ته به عامه لاسرسی وړیا کړي، چې علمي څېړنې او موندنې خپروي.
حکومت ژمنه کړې ده چې په دې پروژه کې به د کال ۵۰ ميلیونه پونډه پانګونه کوي، او علمي مهالنیو ته به یوه ټاکلې بیه ورکوي چې خپرونو ته یې عامه لاسرسی پراخ شي.
دا ۵۰ ميلیونه پونډه به د حکومت د ساینسي بودیجې نه اخیستل کېږي.
اوسمهال ډېری علمي مهالنیو ته لاسرسی یوازې د یوې ټاکلې ګډونبیې له ورکولو نه وروسته شوونې ده.
حکومت تمه ښودلې ده چې دې پرېکړې سره به څېړونکو او بېلابېلو صنعتونو ته دا اسانه شي چې د لوړې کچې له علمي موندنو نه ګټه واخلي، او د هېواد او نړۍ د اقتصاد په غوړولو کې کارنده ونډه ولوبوي.
که څه هم ډېری څېړونکي او ساینسپوهان د دې ننګه کوي چې علمي څېړنو او موندنو ته دې عامه لاسرسی وړیا وي، خو دوي د برتانیا حکومت په دې پرېکړه باندې ډېر نه دي خوشاله شوي.
د ډېرو په آند، دا چې د برتانیا حکومت د دې پروژې پلې کولو کې د ساینس له بودیجې نه ۵۰ ميلیونه پونډه را اخلي، تر ټولو ښه ګام نه دی.
د دوي په آند د حکومت ساینسي بودیجه هسې هم ډېره پنډه نه ده، او اوس د ۵۰ ميلیونه پونډو له لاسه ورکول به د ساینسي څېړنو آمیانۍ لا خواره کړي.
په برتانیا کې علمي څېړنې هسې هم د عامه بودیجې په لګښت ترسره کېږي، او اوس له علمي مهالنیو نه دې څېړنو ته د عامه لاسرسي پېرل، ډېرو ته په اخلاقي توګه یوه نیمګړې چاره برېښي.

که څه هم علمي او څېړنیز مرکزونه د حکومت د ساینسي بودیجې په مټ څېړنې کوي، خو دې ته اړ دي چې د علمي مهالنیو له لارې یې خپرې کړي.
د علمي مهالنیو خپرندویان دا څېړنې په خپل علمي پلاوي شني، او که د دوي په معیار برابرې وخېژي بیا یې خپرولو ته هوکړه کوي.
د علمي مهالنیو خپرندویان سوداګریزې کمپنۍ دي چې د مهالنیو ګډونبیې پلوري.
یوازې برتانیوي پوهنتونونه هر کال د لسګونو ميلیونو پونډو په ارزښت ګډونبیې رانیسي.
د برتانیا حکومت استدلال کوي چې دې ګام سره به له یوې خوا ساینسي موندنو ته لاسرسی پراخ شي، او له بلې خوا به دا سوداګریزې خپرندویې کمپنۍ، چې د هېواد اقتصاد ته اړینې دي، زیانمنې نه شي.
دوی په نورو هېوادونو باندې هم غږ کړی دی چې د دوي په پله، پل کېږدي.
که څه هم د دې پرېکړې ټول جزئیات لا نه دي څرګند، خو پتېیل شوې ده چې له ۲۰۱۴ کال نه وروسته به پلې کېږي.








