هندوستان په يوځل ٢٠ سپوږمکۍ فضا ته استولې
د هندوستان فضايي ادارې (اسرو) يو ځاى ٢٠ مصنوعي سپوږمکۍ فضا ته ته استولې دي.
دا سپوږمکۍ د هندوستان په ختیځ کې د شري هریکوټا له فضايي مرکز نه يوه راکټ کې فضا ته واستول شوې. څارونکي وايي د دې سپوږمکیو استول ښيي چې هندوستان په څو ملیارده فضايي مارکیټ کې د مخکښ لوبغاړي په توګه رادبره کېږي.

د عکس سرچینه، ISRO
فضا ته په یوه ماموریت کې د ډېرو سپوږمکیو ریکاډ روسیې ټینګ کړی. روسیې په ۲۰۱۴ کال کې ۳۷ سپوږمکۍ په یوه ماموریت کې فضا ته استولې وې.
ددې نه وړاندې د امریکا فضايي اداره ناسا هم توانیدلې وه چې په یوه ماموریت کې ۲۹ سپوږمکۍ فضا ته واستوي.
په استول شویو سپوږمکیو کې د هندي پوهنتونو، پوځ او نورو هېوادونو سپوږمکۍ دي. ۱۳ یې د امریکا دی چې یوه یې د ګوکل کمپنۍ له خوا جوړه شوې ده.
په دیلي کې د بي بي سي خبریال سنجی مجومدار وايي دا د هندوستان د فضايي پروګرام لپاره یوه مهمه شیبه ده، ځکه چې تر دې مخکې یې په سپوږمۍ او مریخ کې د څیړنو ماموریتونه هم ترسره کړي دي.
څارونکي وايي په یوه ماموریت کې فضا ته د ډېرو سپوږمکیو استول لګښت کموي او هند په دې برخه کې خپله وړتیا ښوولې چې کولای شي په ارزانه بیه د نورو سپوږمکۍ فضا ته ولیږدوي.

د عکس سرچینه، ISRO
د هندوستان د فضايي پروګرام مشر کرن کومار خبري رسنیو ته وویل په یوه ماموریت کې فضا ته د٢٠ سپوږمکیو استول داسې دي لکه مرغان چې په هوا کې پرېږدي.
ددې سپوږمکيو له لارې نه يواځې دځمکې دهر ې برخې عکسونه اخيستل کېدى شي، او هم په پوځي چارو کې ډېر گټورثابتېدى شي.








