ډیلي ټلګراف: بریتانیا افغانستان ته ۱۰۰ پوځيان استوي

ډیلي ټلګراف:

د عکس سرچینه، Getty

بریتانیا افغانستان ته د ۱۰۰ تنو نورو پوځیانو استولو په اړه په خبرو کې، تر عنوان لاندې بریتانیا کې چاپیدونکې ډیلي ټلګراف ورځپاڼه لیکي؛ بریتانیا په ناټو کې خپلو ملګرو سره په خبرو ده ترڅو د هغو اندیښنو په ځواب کې چې وايي، طالبان د افغانستان ځینې سیمې لاندې کوي، افغانستان ته سل تنه نور پوځیان واستوي.

ورځپاڼه کاږي، په داسې حال کې چې د هلمند ځینو سیمو کې سختې نښتې روانې دي؛ پرون د بریتانیا د دفاع وزیر مایکل فالن کابل ته د یوه ناڅاپي سفر په ترڅ کې د افغانستان حکومت له مشرانو سره ولیدل.

ورځپاڼه د بریتانیا د دفاع وزارت د سرچینو له خولې لیکي، وروسته له هغه چې امریکا پر خپلو متحدینو غږ وکړ چې د افغانتسان له ځواکونو سره د پېټي په اوچتولو کې اوږه ورکړي، د بریتانیا حکومت له ۲۰۱۰ کال وروسته په لومړي ځل افغانستان کې د خپلو پوځیانو په ډېرولو غور کوي.

ورځپاڼه لیکي؛ تمه کېږي له پنځوسو تر سلو بریتانوي پوځیان افغانستان ته واستول شي خو په دې اړه اوسنۍ خبرې جولای میاشت کې د ناټو له سرمشریزې وړاندې دي چې په وارسا کې به وشي او د دې بریتانوي پوځیانو د استولو په اړه وروستۍ پریکړه ایټالیا او اسپانیا پورې هم تر یوه حده تړلې چې هغوی څه کوي.

ډان:

د عکس سرچینه، AFP

د پاکستان د ډان ورځپاڼه په یوه مطلب کې لیکي؛ د پنجشنبې په ورځ د هندوستان د څیړنو ملي ادارې مشر سرد کومار وویل؛ داسې هېڅ شواهد نشته چې وښيي د پاکستان حکومت دې په پټانکوټ کې د هندي هوايي ځواک پر اډې په برید کې لاس لرلی وي.

ډان لیکي؛ سي ان ان نیوز سره په خبرو کې ښاغلي کومار وویل؛ داسې شواهد هم نشته چې د پاکستان حکومت دې له چا سره د دې برید د ترسره کولو لپاره مرسته کړې وي، خو نوموړي جیش محمد ډله او د دې ډلې مشر محمود اظهر تورن کړل چې په پټانکوټ کې یې د دوی پر پوځي اډې برید کړی و.

ورځپاڼه زیاتوي، ښاغلي کومار ویلي؛ موږ د محمود اظهر او د هغه د ورور رووف اظهر پرضد کافي شواهد لرو او د څیړونکو یوه هندۍ ډله به چې اوس د پاکستان د حکومت اجازې ته انتظار باسي، پاکستان ته سفر وکړي ترڅو په دې هکله لا نورې څیړنې وکړي.

د پټانکوټ پر هوايي اډې وسله وال برید څو ورځې وروسته له هغه شوی و چې د هندوستان لومړی وزیر نریندرا موډي په ناڅاپي سفر پاکستان ته لاړ او د لومړي وزیر نواز شریف د زوکړې او لمسۍ د واده په مراسمو کې یې ګډون وکړ چې ترې وروسته د دواړو هېوادونو ترمنځ د اړیکو د ښه کېدو هيلې ډېرې شوې وې.

ګارډین:

د عکس سرچینه، twitter

بریتانیا کې چاپیدونکې ګارډین ورځپاڼې د روسیې د ولسمشر ولادیمیر پوتین په نامه جوړ شوي طنزي ټویټر حساب په اړه یو مطلب خپور کړی او لیکي؛ ټویټر دغه حساب او نور هغه طنزي حسابونه چې د روسیې د بهرنیو چارو د وزیر سرګي لاوروف او بریتانیا کې د روسیې د سفیر په نامه جوړي شوي د سې شنبې په ورځ وتړل.

خو وروسته له هغه چې د ټویټر پر دغه اقدام پراخې نیوکې وشوې، ټویټر بیرته دغه حسابونه فعال کړل. ګارډین زیاتوي، ټویټر په دې اړه هېڅ نه دي ویلي چې ولې یې دغه حسابونه ټړلي وو او ولې یې بیرته پرانستل.

د ولسمشر پوتین په نامه جوړ شوی ټویټر حساب چې دارت پوتین کی جی بي نومیږي او د هغه د یوه سیاسي انقتاد کوونکي لخوا جوړ شوی څه باندې ۶۵ زره څارونکي لري. دغه سړي چې نوم یې نه دی په ډاګه شوی ګارډین ته ویلي ټویټر پرته له دې چې له هغه سره اړیکه ونیسي، طنزي حساب یې ورته تړلی و. ورځپاڼه وايي، د دوو ورځو لپاره د دې طنزي حساب تړل د دې لامل شو چې پنځه زره نور کسان هم دغه حساب وڅاري.

هندو:

د عکس سرچینه، Reuters

هندوستان کې چاپیدونکې ده هندو ورځپاڼه په یوه مطلب کې لیکي؛ د جون په اومه او اتمه د امریکا متحده ایالاتو ته د لومړي وزیر نریندرا موډي له سفر دمخه د هند د کورنیو چارو وزارت د نړیوالې ترهګرۍ په اړه د معلوماتو شریکولو په هکله یوه هوکړه له امریکا سره لاسلیک کړه.

ورځپاڼه لیکي چې امریکا وار له مخه له ۳۰ هېوادونو سره دغه هوکړه لاسلیک کړې چې له مخې یې د ترهګرو اړوند معلومات له یو بل سره شریکېږي.

ورځپاڼه لیکي؛ په دې هکله امریکايي ادارې د ۱۱ زرو مشکوکو ترهګرو په اړه معلومات په خپلو ډیټابیسونو کې زیرمه کړي چې په دې معلوماتو کې د شکمنو ترهګرو هویت، د زوکړې نیټه، تصویرونه، د ګوتو نښې او د امکان ترحده د پاسپورټ شمېرې دي.

هندو ورځپاڼه لیکي د لاسلیک شوې هوکړې له مخې به اوس هند هم کولای شي چې دغو معلوماتو ته لاسرسی ولري.