قطبي يږان خپلو کې سره خوري

- Author, خسرو سنگروال
- دنده, لندن مېشتى افغان ډاکټر
د شمالي کنګل سمندر نوي خپاره شوي انځورونه د دې سیمې د داړونکي ځناور، يږې، یو وېرونکی عادت بربنډ کړی دی.
دا انځورونه چې د چاپېریال نامتو عکاسې جیني راس اخیستي دي ښیي چې یو څربه او ځواکمن يږ یو بل کوچنی يږ د ځان د مړولو لپاره داړي.
يږان ډېری وخت د ځان د مړولو لپاره د سمندري خوګانو او نورو تی لرونکو سمندري ځناورو ښکار کوي.
خو له دې انځورونو نه اوس دا نوره هم جوته شوې ده چې دا ځواکمن ځناور د لوږې په وخت کې له خپلو همډولو ځناورو هم مخ نه اړوي.
جیني راس چې خپل انځورونه په متحده ایالاتو کې د مځکپوهانو په یوه نړیواله غونډه کې نندارې ته ایښي ول وویل چې د همډولو ځناورو ښکار یوه نوې خبره نه ده، خو د يږانو تر منځ داسې پېښې په دې وروستیو کې مخ په ډېرېدو دي.
د نړۍ د تودوخې د کچې د لوړېدو له کبله په کنګل سمندر کې د واورو د غونډیو اوبه کېدل په ډېرو ځایونو کې قطبي يږان سمندرغاړو کې وږي ایسار کړي دي، او د ښکار د غوښو لږوالي د خپلو همډولو ځناورو داړلو ته اړ کړي دي.
ځواکمن داړونکي
قطبي يږان د شمالي قطب د کنګل سمندر د واورو په ګټونو کې ژوند کوي، او د دې سیمو تر ټولو ځواکمن داړونکي بلل کېږي.
د دې انځورونو په شرحه کې د يږانو د دې نا اشنا ښکار وېرونکې کیسه تېره شوې ده.
کله چې جیني راس له خپلې کامرې سره د کښتۍ له لارې يږ ته نژدې کېږي نو يږ د ځان په پرتله د یو واړه يږ په داړلو لګیا وي.
جیني راس وایي چې يږ په خپل همډول باندې هم د ښکار هغه لاره خپلوي چې د نورو ځناورو سره یې کاروي.
يږان خپلې تېرې او زورورې داړې د خپل ښکار ککرۍ کې ښخوي، او بیا وژل شوي ښکار په خپلو ځواکمنو ژامو کې د ځان سره لېږدوي.
دا انځورونه د ناروې په شمال کې د اسولبارد په واورینو ټاپوګانو کې اخیستل شوي دي.
دا ټاپوګان په دې وروستیو کې د تودوخې د لوړې کچې له امله ډېر اغېزمن شوي دي.








