د ټرمپ او پوتین خبرې، که کارپوهانو ته د خطر زنګ"

    • Author, سمیع الله موسی‌ زی
    • دنده, بي بي سي

انډیپنډنټ

بریتانوۍ ورځپاڼې انډیپنډنټ په لومړي مخ کې د امریکا د نوي ولسمشر ډونلډ ټرمپ او د روسیې د ولسمشر ولادیمیر پوتین ترمنځ د ټیلېفوني خبرو په اړه یو مطلب خپور کړی، په راپور کې ویل شوي، دا چې پوتین له ټرمپ سره په ټیلېفوني خبرو کې د امریکا او روسیې ترمنځ د اړیکو د رغولو خبره کړې په واشنګټن کې د بهرنیو اړیکو کارپوهانو ته د خطر زنګ دی.

هغه کارپوهان چې د ورځپاڼې په وینا له دې په وېره کې دي که لوېدیځ او امریکا په دې برخه کې کوټلي ګامونه پورته نه کړي، نو کېدای شي د ښاغلي پوتین پراختیايي غوښتنې لا پسې پیاوړي شي.

ورځپاڼه زیاتوي چې دا خبره د بالتیک هېوادونو لپاره هم د اندېښنې خبره او دغه هېوادونه په دې انتظار دي چې څه ډول کسان به د ټرامپ کابینې ته لاره ومومي.

دیپلومات

دیپلومات خپرونه راپور ورکوي چې ایران له روسیې د لس میلیارده امریکايي ډالرو په ارزښت د وسلو د رانیولو په اړه له روسي چاروکو سره خبرې کوي.

روسیه له ایران سره ښې اړیکې لري او همدا اوس ایران د ایس درې سوه په نوم دفاعي سیستم ورکول کیږي.

دیپلومات زیاتوي، ایران ته د نورو وسلو د ورکولو په اړه خبرې داسې مهال پیلېږي چې په تېره مې میاشت کې د پوځي وسایلو په برخه کې د روسیې د ولسمشر مرستیال ولادیمیر کوزین ویلي و چې روسیه پر ایران د وسلو د پلورلو هېڅ ډول نوې معامله نه کوي.

نیویارک ټایمز

نیویارک ټایمز ورځپاڼې خپله سرمقاله د امریکا د نوي ولسمشر ډونلډ ټرمپ د کاري ډلې ګومارلو ته ځانګړې کړې او زیاتوي چې د ښاغلي ټرمپ په اداره کې داسې چا ته اړتیا ده چې مسلکي کسان وي او د نوي ولسمشر پرېکړې د اړتیا پرمهال چلینج کړی شي ځکه د ورځپاڼې په وینا نوی ولسمشر په دې کچه په دولتي چارو کې تجربه نه لري.

ورځپاڼه زیاتوي، که دغه ډول کسان د ښاغلي ټرمپ په څنګ کې ځای ونیسي نو دوی به وکولی شي چې له هغه سره د کابینې د غړو په توګه د وړکسانو په ګمارلو کې مرسته وکړي.

ورځپاڼه وايي، دغه ډول کسان کولای شي چې له نوي ولسمشر سره د بهرنیو چارو د وزیر په توګه له درې کسانو د یوه په ټاکلو کې مرسته وکړي.

دغه درې نوماندان په ملګرو ملتونو کې د امریکا پخوانی استازی زلمی خلیلزاد، چې په افغانستان او عراق کې هم د امریکا سفیر و، یو مسلمان دی او ګینګریچ چې له اخلاقي پلوه له چلینج سره مخامخ دی.

الشرق الاوسط

له لندنه خپرویدونکي ورځپاڼې الشرق الاوسط په یوه مطلب کې لیکلي چې په روسیه کې د لبنانۍ ډلې حزب الله له خوا د پوځي پریډ ترسره کول د سوریې په ملي خپلواکۍ تېری دی. دغه پریډ لبنان سره پولې ته نېدې د حمص په څنډه کې ترسره شوی.

ورځپاڼه زیاتوي، په دې برخه کې د لبنان چوپتیا هم د اندېښنې وړ ده.