کرېکټ: د پاکستان سوپر لیګ بولۍ ته يوازې درې افغان لوبغاړي اخیستل شوي

د عکس سرچینه، Getty Images
- Author, عرفان خټک
- دنده, لیکوال
د ۲۰۱۹ م کال فبرورۍ میاشت کې پيلېدونکي 'پاکستان سوپر لیګ' څلورم پړاو لپاره د لوبغاړو اخیستلو بولۍ د سې شنبې په ورځ اسلام اباد کې وشوه، چې پکې شپږ لوبډلو ګڼ کورني او بهرني لوبغاړي خپلو لوبډلو ته نیولي دي.
په داسې حال کې چې پاکستان سوپر لیګ یا د دغه هېواد کرېکټ غوره لیګ څلورم پړاو لپاره تر شلو ډېر افغان لوبغاړي ډرافټ یا بولۍ ته اچول شوي وو، خو یوازې درې افغان لوبغاړي په ترسره شوې بولۍ کې غوره شوي دي.
د افغانستان لیګ تېز توپ اچوونکی قیس احمد شپږم ټيم په نوم لوبډلې لخوا ګولډ یا سرو زرو په کتګورۍ کې نیول شوی دی.
همداسې چپ لاسی ورو توپ اچوونکی ظاهر خان په سپلمنټري کتګورۍ کې اسلام اباد یونایټېډ په لوبډله کې ځای موندلی دی.
وقار سلام خېل بیا درېم هغه افغان لوبغاړی دی چی پېښور زلمي لوبډلې لخوا په سپلمنټري کتګورۍ کی را نیول شوی.
که څه هم پاکستان غوره لیګ څلورم پړاو بولۍ لپاره افغانستان نامتو لیګ سپینر راشد خان، محمد نبي، اصغر افغان، کريم صادق او ګڼو نوره لوبغاړو نومونه مخې ته راغلي وو، خو په وروستیو کې داسې اوازه خپره شوې وه چې افغانستان کرېکټ بورډ نه غواړي لوبغاړي یې د پاکستان په غوره لیګ کې لوبه وکړي، نو ځکه داسې ګومان کیږي چې پاکستان غوره لیګ بولۍ کې افغان لوبغاړي نه دي اخیستل شوي.
لاهم مالومه نه ده چې افغانستان کرېکټ بورډ به خپلو لوبغاړو ته د پاکستان په غوره لیګ کې لوبېدو اجازه ورکړي او که نه، خو پاکستاني لوبغاړو د پاکستان کرېکټ بورډ لخوا اجازه نه میلاوېدو وروسته افغان غوره لیګ کې ګډون نه و کړی.
شاهد اپریدي د پاکستان له خوا هغه یوازېنی لوبغاړی و چې افغان غوره لیګ کې یې پکتیا پړانګان لوبډلې له خوا لوبېدلی و.
پاکستان غوره لیګ کې دا ځل هم شپږ لوبډلې برخه اخلي او د څلورم پړاو اته لوبې به پکې ولوبېږي. پایلوبه کراچۍ کې پلان شوې وه.

د عکس سرچینه، Getty Images
د افغانستان کرېکټ بورډ وايي، دا مهال یې د ایمرجنګ لوبډلې لوبغاړي د هندوستان په چنای ښار کې پر تمریناتو بوخت دي، چې د ایمرجنګ اسیا جام سیالیو لپاره چمتووالی دی نیسي.
دا سیالۍ د روان زېږدیز کال د دسمبر په پنځمه به په پاکستان او سریلانکا هېوادونو کې پیلېږي.











