'خلک د بالیووډ جنسي سمبول په سترګه راته ګوري'

د عکس سرچینه، Getty Images
یو هندی سړی چې په بالیووډ فلم کې یې په تېروتنه ټیلیفون شمېره اعلان شوې وايي، نامناسبو زنګونو سخت خواشینی کړی دی.
په 'ارجن پټیاله ' نومي فلم کې ممثلې سني لیونې د هغه کرکټر ټیلیفون شمېره ویلې، چې دا یې فلمي رول لوبوي، خو دا تصادفاً د ۲۶ کلن پونیت اګروال نومي سړي شمېره ده، چې اوس یې بي بي سي ته ویلي، د ورځې تر سلو پورې کسان ورته زنګونه وهي.
دغه فلم د تېرې جولای میاشتې پر ۲۶ نېټه نندارې ته وړاندې شوی او ښاغلی اګروال وايي له هغې ورځې راهیسې یې خلک ارام ته نه پرېږدي:
''ان د شپې مې خوب ته هم نه پرېږدي، د ګهیځ تر څلورو بجو پورې مې ټیلیفون بیا بیا چونګېږي. ''
نوموړی وايي تر دې حده ناکراره شوی چې د فلم اډیټ او شمېرې ایستلو لپاره محکمې ته عریضه کوي.
ممثلې سني لیونې مخکې امریکايي پورنوګرافیک فلمونو کې رول لوباوه، چې وروسته یې بالیووډ ته مخه کړه.

نوموړې په یو شمېر داسې فلمونو کې چې یوازې د بالغو کسانو لیدو لپاره چمتو کېږي، شهواني رول ولوباوه او اکثر د جنسي سمبول په نظر ورته کتل کېږي.
له همدې کبله داسې ګومان کېږي چې هندي نارینه او ان د نړۍ له ځینې نورو برخو هم یو شمېر کسان ښاغلي اګروال ته په دې ګومان زنګونه وهي چې ښايي دا د سني لیونې شمېره ده او ښاغلی اګروال له همدې کبله غوسه دی.
هغه د بي بي سي هندي څانګې بهومیکا رای ته وویل:
''دوی (فلم چمتو کوونکو) خو باید لږ تر لږه دې شمېرې ته یو ځل زنګ وهلی وای، نو دوی ته به معلومه شوې وه چې دا شمېر رښتیا یو څوک استعمالوي. ''
د ارجن پټیاله فلم ډایرکټر روهیت جګراج چوهان په دې اړه له څه ویلو انکار کړې دی.

د عکس سرچینه، COURTESY T-SERIES/ MADDOCK FILMS
ښاغلی اګروال وايي، هڅه یې وکړه چې پولیسو سره شکایت ثبت کړي، خو پولیسو ورسره ځکه مرسته و نه کړه، چې یو چا ته زنګ وهل کوم جرم نه دی، خو په وینا یې دوی مشوره راکړه چې محکمې ته له دغه فلمه د شمېرې لرې کولو لپاره عریضه وکړم او اوس مې همداسې کړي.







